Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د زړونو لوبغاړی ټیسټ کريکټ پريږدي!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د افغان ملي لوبډلي د جوړښت څخه بيا تر اوسه محمدنبي يوازنی هغه لوبغاړی دی چي تربل هر لوبغاړي د کريکټ په هر اړخ کي که توپ اچوونه ده ياهم توپوهنه، يو نه هريدونکی،با ارزښته او پياوړی لوبغاړی دی.

ښکاري چي د بنګلديش سره روانه ټيسټ لوبه به يې وروستۍ وي او د کريکټ ترټولو مهم فارمټ پريږدي.

خو دايې ښه پريکړه نده کړې که څه هم يو ځوان لوبغاړي ته به چانس ورسيږي خو افغانستان اوسمهال تازه ټيسټ ته داخل سوی او د نبي په څير باتجربه لوبغاړو ته ډيره اړتيا لري.

افغان لوبډله په ټيسټ کي د قوي لوبډلو سره مخ کيږي، سيريزونه کوي او د سور توپ کريکټ کي به په ورځو ورځو ستړيا تيروي.

په شل اووريزو ياهم يو ورځنيو لوبو کي چي کله افغان لوبډله د توپ اچووني په برخه کي ترفشار لاندي راځي نو يوازنی انتخاب د لوبي د کنټرولولو لپاره محمدنبي دی چي ښه ثابتيدلای سي.

نبي هغه الراونډر دی چي د توپ اچووني په برخه کي ډيري لږ منډي ورکوي نوځکه په ټيسټ کي همدې ډول توپ اچوونکو ته اړتيا ده.

په افغان لوبډله کي ډير کم لوبغاړي د ټيسټ لپاره جوړ دي نور يا بې زغمه دي يا هم نوي او بې تجربې دي.

شاید د نبي د تقاعد دليلونه ډير وي او ياهم دده لپاره قناعت بخشه وي خو د افغانستان لپاره به زيان وي.

نبي د افغان لوبډلي او ملت لپاره تاريخ دی،هغه تاريخ چي ورباندي وياړ کيږي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.