د زړونو او وياړونو لوبغاړی به بيرته راګرځي!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: مدثر دعوت
دا راشدخان دی، ترې ناهيلي کيږئ مه!
راشدخان ارمان هغه نوم دی چي په ډير کم وخت کي يې نړۍ حيرانه کړه،تجربه کاره توپوهونکي يې په لوبولو عاجزه سوه،د توپ اچوونکو او الراونډرانو پر کورنۍ يې باچاهي پيل کړه ان امپراطوري يې تر اسټراليا،کارابين او هندوستانه ورسيده ،د افغانستان نوم يې وځلوی او افغانان ورباندي ووياړيدله او وياړي به.
په ژوند کي لوړي ژوري، په دنده کي ترفع او شاتګ راځي په مجموع کي د نړۍ په نظام کي هرڅه په حرکت کي دي.
د راشدخان د دويم مقام څخه اتم ځای ته تګ پدې مانا ندی چي اوس راشد کمزوری سوی ياهم په نړيواله سطحه د قوي لوبغاړو سره مخ سوی نو ځکه یې مقام له لاسه ورکړ.
نه!

هغوی چي اوس يې د راشد څخه مقامونه نيولي خواري يې کښلې، تمرینات يې کړي، په لوړه کچه ورته زمينه برابره سوې فکر يې ارام وو او يابه هم هوا، هيواد او حالت ورسره مرسته کړې وي.
که دا وايو چي راشدخان پخوا د سکاټلينډ، زيمبابوې ياهم ايرلينډ په وړاندي دا مقامونه ترلاسه کړي ځکه هغوی نسبتاً کمزوري دي داهم منطقي دليل نسي کيدلای.
ځکه راشدخان چي په تيرو ۲ پړاوونو بيګباش ليګ کي لوبيدلی د خپلي لوبډلي اډيلایډ سټرايکرز د ملاتير وو هلته هم بيلابيل قوي لوبغاړي وه،خو راشد دواړه ځلي د همدې ليګ تر ټولو مهم لوبغاړی اعلان سو.

په هندوستان پريمرليګ کي يې د نړۍ تر ټولو مهم لوبغاړي سوځوله، او تل په بيړنيو حالاتو کي ورڅخه استفاده کيدله او د يو غوره او حسابي لوبغاړي په حيث په هيڅ لوبه کي کښينه نول سو.
همدارنګه په مزانسي ليګ کي يې نوم پريښود او په کارابين کي د هيټریک ترڅنګ هغه توپ اچوونکی وو چي د توپوهونکو پښې به يې په وړاندي ريږديدلې.

د راشد نوم يو غرور دی،وياړ دی، وړتيا او همت دی!
موږ پر راشدخان باور لرو،لايې هڅوو، تشويقوو يې تر څو يوځل بيا خپله جادو وښيي،طوفانونه راولي او نړيوال کمينټران ورباندي د مينوالو په حیث بحث وکړي.

دا نوټ کړئ چي راشد به بيرته راګرځي بيا به مقام نيسي او بيا به د مقابلو لوبډلو په وړاندي سرخوږی جوړيږي،او بيا به په کراوډ او لوبغالو کي د راشد د ګوتي ګرځولو انځورونه پر لباسو نو او زړونو نسب وي.