د زړه ناروغۍ د مخنیوي ځینې لارې چارې

د زړه ناروغي، په نړۍ کې د مړینې یو له مخکښو لاملونو څخه ده.

خو ایا تاسې پدې پوهېږئ، چې تاسو کولی شئ د سالم ژوند کولو لپاره د خپل زړه ساتنه وکړئ؟

ـ دلته به تاسې ته د زړه د ناروغۍ خطر کمولو لپاره درې (۳) ساده و اسانه لارې دروپیژنو.

 

لومړ، ورزش (تمرین)

هڅه وکړئ په ورځ کې لږ تر لږه ۳۰ دقیقې تمرین وکړئ، ترڅو ستاسو د زړه ناروغۍ خطر راکم کړي. که چېرته تاسې جېم ته د تګ وخت نه لرئ، نو تاسو کولی شئ، چې صحي اپشن (لار) اختیار کړئ د قدم وهلو یا په زینو پورته کېدل.

فزیکي فعالیت نه یوازې د وزن لپاره ګټور دی، بلکې د لوړ فشار ، لوړ کولیسټرول(غوړ) او شکر ناروغۍ خطر هم کموي.

 

دویم، ښه خواړه

په خپلو خوړو (رژیم) کې د غوړ مقدار کم او د فایبر مقدار لوړ کړئ. همدا رنګه په خپل رژیم کې پروټین لرونکي خواړه لکه ماهي، د چرګ غوښه، هګۍ او مغز لرونکي خواړه شامل کړئ.

د تازه میوو او سبزېجاتو ډېر استعمال هم زړه روغ ساتي، که څه هم د شکر ناروغۍ او سرطان خطر هم کموي، خو هڅه کوئ چې په رژیم کې مو د ټرانس فېټ غوړ کارول کم کړئ.

درېیم، د سګرټ څکلو څخه ډډه وکړئ

تنباکو یا سګرېټ هغه څه دي، چې د نړۍ په کچه د مړینې په مخنیوې کې د پام وړ کموالی راوستی شي. تنباکو یا سګرټ که په هر شکل(طریقه) وکارول شي، د زړه د ناروغۍ خطر خورا لوړوې.

ـ نو که تاسې غواړئ د زړه د ناروغۍ خطر څخه ځان وژغورئ، تاسې باید د سګرټ څکلو څخه مخنیوی وکړئ،ځکه چې د تنباکو هر ډول مقدار زړه ته زیان رسولی شي.