دسیني درد دڅومره اندیښني وړ دی؟

 
دسیني درد د ډیرو مختلفو ناروغیو له امله منځته راتلای شي،چې کیدای شي یوه ډیره عادي او یاهم یوه ډیره ګواښوونکې ناروغي وي.له همدې امله دنړۍ په زیاتو روغتونو دسیني درد لپاره ځانګړې څانګه د (chest pain unit ) په نوم وجود لري چې هلته نوموړې ناروغان د منظمې څارنې لاندې نیول کیږې.
دسیني درد هر ډاکټر ته لومړی څه چې وریادوي هغه د زړه د دحملي Myocardial infarction ناروغي ده.
زړه دانسان دوجود پاچا او په ډیره لږه ګډوډۍ ېې دانساني وجود امپراتوري کډوډیږي. زړه داسې عضوه ده که خدای مکړه که د یو څو دقیقو لپاره خپل کار پریږدې نو بیرته راګرځیدل به ېې مهال وي.
دسیني په منځ کې دزړه موقعیت او رګونه داسې تنظیم شوي چې دردونه ېې نه ډېر څرګند ځای او نه هم ډیر څرګند وصف لرې.
دزړه دردونه دلاندینۍ ژامې څخه تر نامه غوټۍ، دسیني دواړو لورو، داوږو بندونو، کیڼ لاس او ګوتو او یا هم شا ته خپریږې، یا هم له همدغو ځایونو پیلیږې او یا هم له همدغو ځایونو څخه دیوې برخې درد کیدای شي دزړه دحملې درد وي.
همدارنګه کیدای شي درد ډیر تیز، غوڅوونکی( د چاقو وهلو په څېر)، فشار اچوونکی، سوزوونکی یا هم یوازې د نیولو په څېر وصف ولرې.
په زړو خلکو، دشکرې ناروغانو او ښځو کې کیدای شي یوازې د کمزورۍ احساس دزړه دحملې نښه وي.
خو همدا نښې ډیر کله د عصبي او روحي فشار او نورو وړو ناروغیو له کبله هم رامنځ ته کیږي.

د هیواد په ډيرو روغتونو کې د زړه د حملې د ناروغۍ د پیژندلو لپاره یوازې دزړه بریښناېې ګراف پرمختللې معاینه یا ټست جوړوې، چې هغه هم پنځه ویشت سلنه دروغ لرې یعنې کله ناروغ ،روغ او کله روغ، ناروغ ښاېې.
لنډ ه داچې دزړه دحملې تشخیص او ردول دیو باتجربه ډاکټر لپاره هم اسانه نده او دسیني درد دهر داکټر او روغتون یوه مهمه ستونزه جوړوي.
که چیرې تاسي ،ستاسي دوستان او خپل خپلوان له پورتنیو حالتونو سره مخ شئ نو لاندې سپارښتني په پام کې ونیسئ.
۱: وخت سره زر نه دی، بلکه ستاسو دژوند په بیه دی.
که چېرې په ۹۰ دقیقو کې یو مجهز روغتون ته ورسیږئ نو تاسي له اساسی درملو پوره ګټه تر لاسه کولای شئ، که په درې ساعتونو کې ورسېږئ نو ګټه مو نیمیږې او که لا ناوخته کړئ نو کیدای شي ستاسي ډاکټر له اساسي درملو تېر شي.
۲: خپل دردونه پخپله مه توجیه کوئ او ژرتر ژره ځان روغتون ته ورسوئ.
۳: د ډاکټرانو په کتنځایونو( معاینه خانو ) او درملتونو کې خپل وخت مه ضایع کوئ.
۴: ددردونو ضد درمل مه کاروئ، ځکه دغه درمل دګټي په ځای زیان رسوې، دزړه تخریب زیاتوې او دمړیني سبب کیږې او دردونه نشي ارامولی.
۵: که چیرې دمعدې دتیزابو ضد درمل کاروئ نو وېې کاروئ خو ورته مه په تمه کېږئ.
۶: له فزیکي کار او حرکت څخه ډه ډه وکړئ، تر ممکني اندازې دارام په حالت روغتون ته لاړ شئ.
۷: که چېرې ډاکټر مو دبستر کیدو پریکړه کوله هیڅ وخت ېې مه ردوئ.
۸: په یاد ولرئ چې د روغتیاپال او ډاکټر له مشورو سرغړونه ستاسو دمړیني لامل کیدای شي.

عمران خان: د امریکا د تېروتنو له امله طالبان سیاسي جوړجاړي ته چمتو نه دي

by عاقله اسد in افغانستان

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي طالبان سیاسي جوړجاړي ته نه دي تیار. نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا بې وخته له افغانستان د ځواکونو ایستل پیل ... نور ولولئ