د زِمبابوې او اماراتو لوبډلې ولې نړیوال جام کې نشته؟

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی، چې راتلونکی شل اوریز جام به د اکټوبر په ۱۷ مه په عربي متحده اماراتو کې پیل شي او د نومبر تر ۱۴ مې به وغځېږي.

په نړیوال جام کې شپاړس لوبډلې شاملې دي، چې افغانستان پکې هم وجود لري.

هغه لوبډلې چې کوالیفای یې کړې ده

افغانستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، انګلستان، هندوستان، سریلانکا، بنګله دېش، ویسټ انډیز، سویلي افریقا او پاکستان کوالیفای کړې ده.

نورې لوبډلې یې عبارت دي له

نېدرلېنډ، پاپوا نیوګیني، ایرلېنډ، نمېبیا، سکاټلېنډ او عمان څخه.

دې لوبډلو په ۲۰۱۹ کال کې د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه د کوالیفای لوبې په عربي متحده اماراتو کې کړې وې، چې د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام ته یې کوالیفای کړې وه؛ خو دا چې نړیوال جام په ۲۰۲۰ کې په اسټرالیا کې د کورونا وایروس له امله ترسره نشو، نو ۲۰۲۱ کې ترسره کېږي.

د زِمبابوې او عربي متحده اماراتو لوبډلې په نړیوال شل اوریز جام کې نشته

۲۰۱۹ کې د اکټوبر په ۱۴ مه د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ، چې د سیاسي مداخلو له امله د زِمبابوې کرکټ لوبډله له لوبو ځنډوي.

په کرکټ بورډ کې د فساد له امله د افغانستان او زِمبابوې لوبې هم ونه شوې او د دې سربېره د ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام کې له لوبېدو څخه هم دا لوبډله ډراپ شوه.

که څه د زِمبابوې لوبډله په شل اوریزو لوبو کې دولسم ځای لري؛ خو بیا هم په نړیوال جام کې شامله نه شوه.

د نړیوال جام د کوالیفای پایلوبه کې په ۲۰۱۹ کې نېدرلېنډ او پاپوا نیوګیني مخ شول، چې نېدرلېنډ پکې په ۷ وېکټو بریا خپله کړه.

دې لوبه کې پاپوا نیوګیني، نېدرلېنډ ته ۱۲۹ منډې هدف ورکړی و، چې نېدرلېنډ په نولسم اوور کې پوره کړ.

بل پلو عربي متحده امارات ځکه د ۲۰۲۱ کال په نړیوال شل اوریز جام کې شتون لري، چې دې لوبډلې په کوالیفای پړاو کې دوه ماتې له نېدرلېنډ او سکاټلېنډ څخه خوړلې وې او پلی اف پړاو کې ورداخله نشوه.

د کوالیفایر پړاو ۱۴ لوبډلې

نېدرلېنډ، پاپوا نیوګیني، ایرلېنډ، نمېبیا، سکاټلېنډ، عمان دا هغه لوبډلې وې چې ښې ځلېدلې وې او کوالیفای یې وکړه او یو بل پسې یې مقامونه وګټل.

خو عربي متحده امارات اووم مقام خپل کړ او کوالیفای یې ونه کړه.

ورسره هانکانګ، کاناډا، نیوجرسي، کینیا، سنګاپور، برموډا او نایجیریا هم اتم، نهم، لسم، یوولسم، دولسم، دیارلسم او څوالسم مقامونه خپل کړل او کوالیفای یې ونه شوه کړلی.

نو اوس شپږ لوبډلو کوالیفای کړې او لس ټاپ ټیمونه په نړیوال جام کې شامل دي، چې ټولې ۱۶ لوبډلې کېږي.

زِمبابوې بیخي په کوالیفای جام کې هم لوبېدلو ته پرېنښودل شوه او نړیوال جام کې هم نشته.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ