فبروري 28, 2021

د زنجبیل تف یا بخار په وسیله مو مخ په دې طریقه سپین کړئ

ژباړه: مریم محمدي
زنجبیل د دردونو، زړه بدوالي، استفراق، مزمن ټوخي، د حاملګي زړه بدوالي، د معدې او کولمود ناروغيو تر څنګ بې شمیره نورې روغیتایي ګټې لري.
اوسنی عصري طبابت وايي، چې زنجبیل ګټور درمل دي او چینايي، هندي او جاپاني لرغوني سنتي طبابت د زنجبیل دا ځانګړتیاوې زرګونه کاله د مخه په ډاګه کړې وې.
له زنجبیل په بیلابیلو ډولونو استفاده کیږي، لکه په خوړو کې، په چای کې، درملو کې او د مخ په کریمونو کې هم تر ګټه اخستل کیږي.
زنجبیل کې شته مواد د مخ پوستکی نرم، صفا او د جلدي ناروغیو ژغوري.
د زنجبیلو بخار نه یوازې دا چې د مخ پوستکی ښکلا او ځوان ساتي، ورسره د مخ د پوستکي تنفسي سیستم هم پاکوي.
دا چې زنجبیل د تف په واسطه د مخ پوستکي روغیتا ته پاملرنه وکړو په دې اړه نن درسره معلومات شریکوو:
اړین مواد
– دوه قاشوغې د زنجبیلو پودر
– یوه قاشوغه د لیمو اوبه
– دوه ګیلاسه د څښلو اوبه
د جوړولو طریقه
اوبه په کوچني دیګ کې واچوئ بیا یې په اور لیږدوئ، چې جوش شئ، کله چې اوبه جوش شوې، اور بند کړئ، اوبه په بلې لوښې کې واچوئ، بیا د زنجبیل پوډر او د لیمو ورسره یو ځای کړئ، د اوبو په سر مخ ونیسئ، څادر مو په مخ او سر داسې واچوئ چې د بهر نه هوا داخله نشي، د ۱۰ دقيقو لپاره مخ مو د ګوتو په وسیله ماساژ کړئ، بیا په یو سپین او نرم دستمال یې پاک کړئ، وروسته د ۵ دقیقو لپاره بیا مخ مو په يادو اوبو ونیسئ، خو پام مو وي چې اوبه سړې نشي.
وروسته مخ مو په سړو اوبو ووینځئ، د لمر ضد کرم ځکه وکاروئ چې مخ په دې وخت کې ډیر نرم، پوستکی یې نازک او سپین وي. که چیرې د لمر وړانګې پرې ولګیږي نو ډیر ژر داغ پیدا کوي.
که چیرې په اونۍ کې یو ځل دا کار وکړئ، نو به د مخ پوستکی مو تازه او ښکلی وي.

د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ