د زلزلې پر وخت دغه ټکي په پام کې باید ونیسو

ليکنه او راټولونه

زلزله په لغت کې خوځښت او ښورېدو ته وایي او په اصطلاح کې د ځمکې  حرکت او خوځښت ته زلزله وایي.

یا په بل عبارت زلزله د ځمکې هغه حرکت دی چې د ځمکې دننه د مایع موادو د تدریجي حرارت او یا هم د اور غورزونکو غرو له کبله او یا د نورو سببو له کبله رامنځته شي.

زلزله په درې ډوله ده: عمودي زلزله، افقي زلزله او موجي زلزله

د زلزلې پر وخت د ټولو نه ډېر مهم د ژوند ژغورنې چال چلند دی. نو ځکه د زلزلې تر اغېزې لاندې ساحو کې دا ډېر ضرور دی، چې وګړي دغه مهمې کړنې په نظر کې ونیسي. دا به ډېره ښه وي چې د زلزلې تر اغیزې لاندې ساحو کې اوسیدونکو لپاره د لارښوونې کورسونه جوړ شي، او یا خو په ښوونځیو، پوهنتونونو، وړکتونونو، زړکتونونو، جماتونو، دفترونو او په نورو عامه څانګو کې د زلزلې د خطر څخه د ژوند ژغورنې لارښوونې وشي او ترینینګ ورکړل شي.

د دې بنیادي یا اساسي قاعده؛ ارامه مخنیوی دی. څوک چې په یوې ډېرې سختې وېرې اخته کیږي، هغه یو ناسنجشه عمل ته میلان کوي، کوم چې بیا یو ډېر خراب خطرناکه حالت منځته راځي.

په زلزله کې صحیح چال چلند، فاصله ساتل دي؛ ښه یقیني یا حفاظتي ځای بیرون د ودانۍ څخه ازاده ځای کې ودرېدل دي، تر هغه وخته چې د زلزلې قوت کم شوی نه وي.

په دې چې د ودانۍ څخه لیرې، د سرک څراغونو، ونو یا د برق لینونو څخه د شیانو لوېدلو په وجه انسانانو ته کوم خطر جوړ نه کړي، او سړی د ودانۍ خواته ځای ټاکي، نو دلته باید سړی خپل سر او مخ د کړکۍ ګانو ماتې شوو ښیښو څخه وساتي.

که چېرته سړی د زلزلې په وخت کې موټر کې وي، نو باید موټر د ودانیو، ونو او د استفاده کوونکو لینونو لکه د برق لین، څخه لیرې فاصله کې د سرک په ډډه یا څنډه کې ودروي. د ناڅاپي غورځېدو خطر په وجه باید سړی د پولونو او تونلونو څخه ډډه وکړي. د ټولو نه به ښه داوي، تر هغه وخته چې د زلزلې ټکان نه وي ودرېدلی، باید سړۍ په موټر کې پاتې شي. سړی باید دې ته هم پاملرنه وکړي، چې موټر داسې ځای کې ودرول شي ترڅو د پولیس او د ژغورنې وسایلو لاره بنده نه شي.

زلزلې وخت کې هېڅکله باید له لیفټ کار وانخلي که څوک دروازې ته نږدې وي نو ژ باید ووځي.

د زلزلې څخه وروسته هم پاملرنه په وکار ده، کوم ودانیو ته چې زیان رسېدلی وي هغه ته باید څوک دننه نه شي.

وروستي مطالب