د زده کړې پر بهیر د هیواد د وروستیو پېښو ناوړه اغېزې

دا چې په دې وروستیو کې پر زده کړیزو مرکزونو بریدونه او د زده کړو کسانو ترور په هیواد کې ورځ تر بلې زیاتېږي او لسګونه کسانو د زده کړې په لاره کې خپل ژوند وبایله، نو کورنۍ او زده کونکي یې ناهیلي کړي. ډېری کورنۍ د دې جرعت نه شي کوی، چې خپل اولادونه په ډاډه زړه ښوونځیو او پوهنتونو ته واستوي، د دې تر څنګ ځوانان هم له زده کړو ناهیلي شوي او په زړونو کې یې ویرې او ناهیلۍ ځای نیولی. دا چې د دې ستونزې او ناهیلۍ د له منځه وړلو له پاره څه باید وکړو په دې لیکنه کې یې ولولئ.
په ټوله کې افغانان د زده کړې په برخه کې ډېر وروسته پاتې دي او دوی د نورو اړتیاوو تر څنګ زده کړې ته هم جدي اړتیا لري. ځکه د دې هیواد خلک د خپلو همدې ناسمو باورونو له امله ډېر وروسته پاتي او زیاته برخه وګړي یې نالوستي پاتي دي. نو د دې له پاره چې له دې ټولو ستونزو څخه ځان و ژغورو اړینه ده، چې مبارزه وشي او په هېڅ حالت کې زده کوونکي او یا زده کړیالان نا هیلي نه شي. دا د هر افغان دنده ده، چې په دې حالاتو کې هم ځان او هم نور له دې ویرې او ناهیلۍ څخه وژغوري. دا راته ډېره عجیبه ښکاره شوه، هغه ورځ پوهنتون ته د ماسټرۍ د نوم لیکنې له پاره تلې وم، د ماسټرۍ یوې زده کړیالې راته کړه څه یې کوې ماسټري د هیواد په دې ګډوډ حالت کې مو په لیسانس دوره کې هم هسې عبس خواري کړې ده، نو که د هیواد یو لوستی دا ډول فکر ولري، له نالوستو بیا څه ګیله ده! په همدې ډول په اوس وختو کې له دېری داسې کسانو سره مخ کېږم، چې دوی د هیواد وروستیو حالاتو ویرولی او ناهیلی شوي دي.
نو زما په نظر ځوانان باید هېڅکله هم ناهیلي نه شي او اړتیا ده، چې هر ځوان که مخکې د ورځې څلور یا پنځه ساعته درس ویلې اوس د ناهیلۍ او ویرې پر ځای هغه دوه او درې برابره کړي او له دې حالاتو سره مبارزه وکړي؛ تر څو دا د علم د دښممنانو له پاره یوه کلکه څپېړه وي. که موږ نا هیلي شولو اوماته مو ومنله په دې سره د علم او انسانیت د دښمنانو جرعت لا پسې زیاتېږي او موږ ته ماته را کوي. نو تل علم او زده کړه له خپلو لومړنیو اړتیاوو څخه و شمېرئ او ناهیلي کېږئ مه او له دې حالاتو سره مبارزه وړکړئ.

وروستي مطالب