د زخو یا میخونو لاملونه؛ عامه او د درملنې وړ ناروغي ده

په عام ډول په لاسونو او پښو زخې را پیدا کېدل یوه عامه ناروغي ده، چې د سړیو په پرتله په ښځو کې ډېره تر سترګو کېږي.
زخي د وجود په هر ځای کې پورته کېدای شي، لکه پښې، لاسونه، د پوستکې زخې، عامې زخې او همداسې نور.
د پوستکې زخې د پوستکي د حجراتو غیر عادي وده ده، چې د وایروسي انتان په وسیله د پوستکي په پورتنۍ طبقه او مخاطي غشا کې منځ ته راځي.
عامې زخې د نوکانو پر شاوخوا، ګوتو او د لاسو پر شاه باندې لیدل کېږي، دا زخې په هغه ساحه کې چې ډېر ګرول کېږي منځ ته راځي.

د زخې پورته کېدل خپل ځینې لاملونه لري:

ـ کله چې د انسان په بدن کې اوسپنیزه ماده له خپلې کچې زیاته شي نو زخې یې په بدن کې پیدا کیږي.
ـ په زخو باندې د اخته کس له ورځنیو توکو، روی پاک، جان پاک، او صابون څخه ګټه اخیستنه هم په بدن کې د زخو د ژر راختلو یو لامل دی.
ـ کوم کسان چې د نوکانو په خوړلو عادت وي په ځانګړي توګه ماشومان، یا د نوک یوه برخه روي نو زخې پرې راپورته کېږي.
ـ زخې یوه نه حل کېدونکې ستونزه یا ناروغي نه ده، خپله درملنه هم لري.
له هر څه نه مخکې زخې پر صابون پرېولی، وچ اوړه، لېمبو، هګۍ او کورکمن یو ځای سره ګډوډ شي. او په زخو یې ووهئ، خو د زخو په کچه درمل هم هغومره باید جوړ شي.
د ویده کېدو څخه مخکې په زخو باندې کېږدئ او پلسټر تري تاو کړئ، په څو ورځو کې له منځه وړي.
خو هغه کسان چې په پرله‌پسې توګه موچڼې په پښو کوي په پښو یې زخې یا میخونه نه پیدا کېږي.
د پوستکې زخې کېدای شي د یو انسان څخه بل انسان ته یا د یو کس د یوې زخې څخه د پوستکي نورو برخو ته او د وسایلو په وسیله په نامستقیم ډول ولېږدول شي.
د هر چا زخې هر ډول وي، یانې ډولونه توپیر لري. لومړۍ باید د زخو دولونه معلوم شی وروسته د هماغه په اساس درملنه یې وشي.