سپورټ نړیوال کرکټ

د ریوي شسترې د خوب انځور د هندیانو تر انتقاد لاندې راغی.

سمیع الله درانی

د هندۍ لوبډلې مشر روزونکی ریوي شستري د سویلي افریقا خلاف دریمه ټېسټ لوبه کې د لوبغاړو رهبرۍ ته متوجه نه و او ویده شوی و، هغه مهال له ده څخه انځورونه اخېستل شوي دی او دغه انځورونه اوس د هندوستان ترڅنګ په نړۍ کې خپاره شوي او غبرګونونه یې راپارولي دي.

ریوي شستري چې کله د لوبډلې روزونکی شوی، وخت ناوخت تر انتقادونو لاندې راغلی دی؛ خو د ده په رهبرۍ کې هندۍ لوبډله په ټېسټ لوبوکې لومړی مقام لري، تېرکال د اسټرالیا خلاف ټېسټ لوبوکې لوبډله ښه وځلېده او له اسټرالیا څخه یې د ټېسټ لوبو سیریز وګاټه.

شستري ویلي، چې زما لاسته راوړني د هند لپاره روښانه دي او لوبډلې یې د ده په رهبرۍ کې ښه پرمختګ کړی دی.

له دې وړاندې په ټویټر کي ځینو کسانو لیکلي وو، چې ریوي شستري له بورډ څخه د ښه مدیریت او رهبریت په خاطر کروړونه هندي پېسې اخلي؛ خو خپل مسئولیت ته متوجه نه دی.

ریوي شستري ویلي دی په هغې شپه ویده نه و، بلکې پر ټولنیزو رسنیو د ځېنو کسانو دغو لیکنو ځوراوه او د همدې لپاره یې یو شېبه سوچ وکړ او د ذهني ارام لپاره یې ساه اخېسته.

هغه وایي اوس چې هم څوک زما د خوب په اړه خبرې او تبصرې کوي ما خواشینی کوي.

شستري ویلي هغه دومره بیداره دی، چې د هندوستان د هر بالر یو، یو بال څاري او ورته ګوري.

که وکتل شي په رښتیا هم د شستري د مشرۍ پرمهال د هند لوبډلې په ټېسټ لوبو کې پوره پرمختګ کړی دی، تازه يې له سویلي افریقا څخه په هند کې د ټېسټ لوبو سیریز وګاټه.

له دې وړاندې هند ویسټ انډیز ته هم دوه د صفر پر وړاندې ټېسټ لوبو کې ماته ورکړه.

ځېنې لوبغاړو لکه امېش یاداو او محمدشمي ویلي چې شستري د لوبډلې د رهبرۍ لپاره د ملا تیر دی.

د ریوي شستري دا انځورونه د افریقا خلاف وروستۍ ټېسټ لوبه کې اخېستل شوي دي؛ خو تر اوسه پورې هندیانو هیڅ هم نه ویل؛ خو دا چې هند له بنګله دېش څخه په ۷ وېکټو ماته وخوړه؛ نو اوس په ده انتقادونه شوي او شستري یې بې غوره بللی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی