فبروري 28, 2021

د ریسلینګ مشهور لوبغاړی، جان سینا په تش میدان پاتې شو؛ میرمنه یې ترې جدا شوه

د ریسلینګ ښکلي او نامتو جوړه چې له ډېره وخته یې د دوستۍ تارونه غځېدلي ول او وروسته یې بیا یو بل ته د د واده کولو وړاندیز هم وکړ، خو تر واده وړاندې یې دواړو خپلې دغه اړيکې ته پای ورکړ او له یوه بله جدا شول.
د ریلسینګ د میدان دغه جوړه د نارینوو د ریسلینګ قهرمان جان سینا او مشهور پهلوانه نیکي بېلا ده.
د پهلوانۍ دغه جوړې زیات مینوال لرل، خو نیکي بېلا نه یوازې د مینوالو زړونو ته ونه کتل بلکي خپل پخواني ملګري او کوژدن جان سینا یې هم مایوسه کړ.
دواړو د ۶ کلونو راهیسي اوږده ملګرتیا لرله او ډېره ځله د سیالۍ په میدان یې هم د یو بل ملا ورتړلي، خو دا ځل یې مېرمنې نه یوازې د ژوند په اوږد سفر ملا ور ونه تړله بلکې هغه یې د ژوند په سختو کې یوازې پرېښود.
جان سینا د تیر ۲۰۱۷ کال د اپریل په میاشت کې نیکي بیلا ته د ریسلینګ په میدان کې د مهمو سیالیو په جریان کې د واده وړاندیز وکړ چې د هغې لخوا هم په ډېر خوښۍ ومنل شو.
د واده د وړاندیزو ویډیو؛
https://www.youtube.com/watch?v=PpmkpDfdjNk
دواړو کوژده وکړه او د خاوند او میرمن په صفت هم په ډېرو مرکو کې د رسنیو په مخ راښکار شول خو دغه حالت یې تر پایه ونشو ساتلی.
نیکې بېلا په انسټاګرام کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې دا ورته سخته فیصله ده، خو وخت یې رسیدلی چې د خپل ملګري سره نور د ژوند لارې جدا کړي.
رسنۍ وایې، نیکې بیلا د یو بل څخه د بېلوالي لامل د جان سینا بې پروایې په ګوته کړې.
بل لورته جان سینا هم په یوه ټویټ کې د نیکي بېلا د لاسه ورکول تائید کړي دي او په خبره یې چې له زغم څخه به کار واخلي.
نیکي بیلا او بیري بیلا دواړه خویندې دي او دواړه د ریسلینګ یوه ډېره ښه جوړه هم ده.
بیري بیلا هم د یوه بل ریسلینګ اتل ډانیل برین سره واده وکړ.
بیري بیلا او ډانیل برین له واده وروسته اوس د یوه ماشوم د رزونې مسؤلیت هم پر خپل غاړه لري.
خو نیکی بیلا بیا تر واده وړاندې خپله د واده پرېکړه بېرته واخیسته او د ریسلینګ د اتل جان سره یې د ژوندانه لارې جلا کړې.

ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر سره خبرې کړې

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر بوریس جانسون سره ټلیفونې خبرې کړې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، په دغه ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او برېتانیې د اړیکو د پراختیا او سولې پروسې ... نور ولولئ