هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

د روژې څو روغتیايي ګټې – ډاکتر نظري

لیکوال: ډاکتر عبدالصمد نظري

روژه پر ثواب او د اخرت پر ګټو سربېره ګڼې ټولنیزې او روغتیايي ګټې لري. زه یې دلته درته د روغتیا لپاره ګټې بیانوم. پر ټولنیزو او د اخرت په ګټو خبرې یې یې ملایانو او علماو ته پریږدم .
د روژې مبارکه مياشت دانسان د وجود لپاره داسې معني لري لکه يوماشين چي 24 ساعته وچلوي او په اخر کي ګرم شي او يوې وقفي ته ضروت پيداکړي. که وقفه ورنه کړي کارنه کوي که يي وکړي هم دپوره او ښه کار تمه تري نه وي.

دانسان بدن د همداسي ديو ماشين غوندي دشپي او د ورځي 24 ساعته دانسان په خدمت کي وي. انسان چي په مياشتو مياشتو څومره خوراک اوڅښاک وکړي بيا هم دانسان دوجود غړي نه ستړي کيږي خو بیا هم استراحت ته ضرورت لری.

همدغه د روژې مبارکه مياشت د وجود لپاره داستراحت مياشت ده . روژه د وجودپر هرغړي بيل بيل مثبت تاثيرات لري چي په لاندي ډول يي تشريح کوم.

د وزن کموالي

په روژه کې انسان وزن کميږي. په وجود کي دمياشتو مياشتو ذخيره شوي غوړ مواد مصرفیږي. د وزن کمول او د چربي ورکول د زړه ، شکرې او د وینې د فشار د ناروغیو په مخنیوي کې ډیر اغیزناک دي.

د انسولين هرمون پياوړتيا

د روژي په مبارکه مياشت د ويني د شکري لپاره انسولين هرمون پياوړي وي چې دا د شکري په کنترول او توازن کي ډير اغيزناکه وي.

د عمر اوږدوالي

دعمر اوږدوالي او لنډوالي دالله تعالي په لاس کې دی خو ځينو څيړونو ښودلې ده چې روژه د عمر داوږد والي سبب کرځي. دعمر په لنډيدو کې مهم عامل د وجود دميتابوليزم سست والي او کرار والي دي خو له روژې سره د وجود متيابوليزم ګړندی کیږی چې د عمر د اوږدوالي سبب کیدای شي.

روژه د لوږي په مقابل کي مقاوت زياتوي

دلوږي سره مقابله د وجود هرمونوته ددي توان ورکوي چي په ښه ډول کار وکړي. همدارنګه ځيني خلک د خوراک ډير ليواله وي، هرشي چه په مخه ورشي مخ نه تري اړوي، خوری يي. روژه ددې عادت په ورکولوکي ورسره کمک کوي.

روژه دخوراک عادتونه منظموي

ځيني خلک د ورځي په اوږدو په بې نظمه او ګډوډ، ‌ډول، ډول ضروري او غیرې ضروري او پريمانه خوراکونه کوی روژه ددي عادتو په ورکولوکي ډير کمک کوي .

روژه د عصابو فعاليتونه پياوړي کوي

روژه دعصابو په سيستم کي دنوي حجرو په تشکيل او وده کي مهم رول لوبوي همدارنګه څیړنو ښودلې چې دځيني عصبي ناروغيو په مخنيوي کې لکه د الزايمر او پارکين سون ناروغي په مخنيوي کي ډير اغيز ناکه ده.
پوستکی پاک ساتي او د پوستکي داني ورکوي

په روژه کي ينه (جګر) او پښتورګي (بډوډي) د زهري او مضرو موادو څخه پاکيږي. د ينې او پښتورګو له زهری توکو څخه پاکوالي دپوستکي په ښه ساتلو کي مهم رول لري.

متيابوليزم ښه کوي

روژه دانسان دوجود متيابوليزم ګړندي کوي. دانسان هضمي سيستم ته لکه معدې لویو او وړو کولمو ته دمه او استراحت ورکوي. همدارنگه د اخيستل شوي انرژي او کالوري استعمال په سالم شکل صورت نيسي. پر دې سربیره روژه د هغه خلکو لپاره چي دځينو غذاګانو په مقابل کي یی معده او کولمي حساسې وي، په نس کي يي باد ږغونه او کډوډي ورپيداکوي ډيره گټوره ده.

روژه دانسان دفاعي سيستم قوي کوي

روژه دانسان دوجود دفاعي سيستم قوي کوي. په روژه کې دفاعي سيستم په وجود کې زړې او دفعاليت څخه لويدلي حجرې له منځه وړي او نوې تازه حجرې منځته راځي. همدارنګه د سرطاني حجرو د خپریدو سرعت هم راکموي.

روژه دانسان پر روحياتو او معنوياتو ډير مثبت تاثير لري

روژه دجود د کنترول سيستم قوي کوي روژه دانسان وجود په فزيکي او ذهني ډول ژوندی او فعال ساتي .

په يویشتمه پيړۍ کې الماني ډير مشهور رواني ډاکتر اوټو بوښینګر (Dr.otto Buchinger ) ويلي دي چي روژه نيول بي له عملياتو د درملنې تر ټولو ښه بيولوژيکی ميتود دی.

دا په دې معني چې ځينې ناروغۍ د روژې په نيولو سره خپله شفا مومي .

روژه دانسان ناسم عادتوکه ورکوي یا کموي

ځينې خلک د ورځې په اوږدو کې ډیر سیګرټ څکوي، نسوار کوي، چلم څکوي او نور خطرناک نشه یي توکي لکه چرس، تاریاک، هیروین ، الکول کاروي چې دا ټول روغتیا ته مضر او سخت زیان اړونکي دي.

په روژه کې عموما ددې نشو او اعتیادونو اندازه راکمیږي او که په دې شیانو روږدي کسان هڅه وکړي نو د روژې د میاشتې څخه په ګټې دا ناوړه عادتونه د تل لپاره پرېښودلی شي.

مننه

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */