د روژې میاشت کې نارینه له مېرمنو سره څه ډول چلند کوي؟

روژه چې یوه مقدسه میاشت ده د ځانګړو عباداتو درلودونکې ده؛ عبادت یې ځانګړي ثوابونه هم لري.

خو ځینې داسې کړنې هم شته چې دا عبادت خرابوي.
لکه جنګ کول،بده رویه کول…
په لوږه او تنده کې صبر کول ډیر سخت وي ځکه الله ج ثواب په همدې ورکوي.

خو ځینې خلک بیا د خپلو کورنیو سره او په ځانګړي ډول ښځو سره ښه رویه نه کوي او په اصطلاح خپله روژه پرې خرڅوي.

دوي زیاتره نشه کوونکي یا په عامه وینا عملیان وي.

روژه د صبر حوصلې او د ثواب مياشت ده.
په دې مياشت کې هر روژه لرونکې ته په کار ده چې په پوره توګه له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.

زمونږ ټولنه غربت ځپلې ده کله چې روژه راشي نو له یوې خوا اقتصادي ستونزې، له بلې خوا روژه وي چې په دې کې د کور د سړیو قهر او غوسه ورسره شي، نو ښځه به څنکه په روژه کې په عبادت پوهه شي؟

په روژه کې د نورو مياشتو په پرتله د ميرمنو د کور کارونه لا زيات وي.

پېشلمی تیارول، سهار او غرمه ماشومانو ته په وخت خواړه ورکول او تر ټولو یې لا مهمه دا ده، چې د ماښام روژه ماتی په وخت چمتو کولو سره سره د کور پاکول او ډیر نو اضافي کارونه دي چې یوه روژه لرونکي ښځه یې کوي.

په ځینو کورونو کې د پخلي پوره اسانتياوې نه وي موجودې خو بیا هم یوه ښځه دا کوښښ کوي چې خپل خاوند او د کورنۍ غړو ته داسې ډوډۍ پخه کړي چې نه سوي وي او نه بې خونده.

یوه ښځه یا مور په نيمه شپه د څراغ په رڼا کې پخلی کوي، د ورځې زموږ ډیری میرمنې په سره ګرمۍ کې په تناره کې ډوډۍ پخوي، په نغري دیګ کوي، د ماسختن له لمانځه وروسته د کور سړي ویده کیږي، خو میرمنې د پشلمي لپاره چمتوالی نیسي.

لا یې خوب سم نه وي پوره چې د پشلمي لپاره له ټولو مخکې پورته کیږي، د دسترخوان له تیارولو وروسته په نیمه شپه په خاوند او د کور په نورو غړو پسې خونه په خونه ګرځي چې پورته شئ، پيشلمی دی.

د روژې په مياشت کې دا سلسله دوام لري.

د دې سره سره زموږ د ټولنې د بې ځایه رواجونو له امله په روژه کې بيا هم میرمنې تر سړو وروسته دسترخوان ته کښيني او ډوډۍ خوري.

هغه میرمن چې ټوله ورځ یې روژه نیولې وي، نو که خواړه لږ وځنډېږي د کور نارینه یې ډېر په غوسه کېږي، دیګي ورته نسکوروي او ان خبره تر وهلو رسیږي.

د روژه ماتې په وخت که په دسترخوان د نارينه وو کوم خوراک خوښ نه وي د خراب پخلي تور هم په ميرمنې پورې کوي.

که يا مالګه لږ کمه يا زياته وي، نو بيا خو د دنيا تر ټولو لويه ګناه ښځې کړې، چې د ډوډۍ په وخت کې هم د دوی له زشتې رویې نه خلاصیږي.

د ځینو نارینه وو دا هم هېره وي چې خواړه په توره شپه تیار شوي، خير که یوه ورځ خرابه وخوړل شول.

روژه کې بریالی هغه څوک دی چې د نورو خلکو سره سره د خپلې کورنۍ له غړو سره هم ښه سلوک ولري.

ګډ ژوند کې د ښځې او نارینه تر منځ همکاري او مهرباني تر ټولو مهمه او غوره خبره ده.

وروستي مطالب