د رومان ډولونه او پېژندنه یې

رومانونه په هر سبک کې ځای پر ځای کېدلای شي او هر ليکوال او لیکواله په رومانونو کې خپل غږ او سبک راوړلای شي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د رومان د ډولونو په هکله معلومات درکړو، د لیکنې تر پايه مو ملتیا وکړئ!
د رومان ډولونه په لاندې توګه دي:

لومړی – راز او رمز لرونکی رومان

راز او رمز لرونکی رومان يوه داسې جنايي کیسه ده چې باید را وسپړل شي او پېچلو پوښتنو ته ځواب ووايي، په جنايي پېښو را څرخي چې کېدای شي د يوه قتل په اړه وي خو تل د قتل په اړه نه وي او بېلابېلې جنايي موضوعګانې رانغاړي. د يوه کارپوه سنتي قالب چې کېدای شي حرفه يي او يا اماتور وي او دی به په کيسه کې د اصلي شخصیت پر ځای رول لوبوي او د يوې ډلې له خوا به یې ملتیا کېږي او دا ډله به د دغه جنایت په موندنه او څېړنه کې له دغه کار پوه سره مرسته کوي او یا هم د مظنونینو ډله ده. د کیسې په اوږدو کې هغه کس چې کارپوه وي د دغې دوسيي د حلولو لپاره به ثبوتونه د بېلګې په توګه د دروغو نښې، او داسې نور کشف کوي.
ځينې هغه راز او رمز لرونکی رومانونه چې تل د  تر ټولو غوره راز او رمز لرونکو رومانونو په ډله کې شمېرل کېږي په لاندې ډول دي، د نانسي ډریو ،The Hardy Boys ، Canon of Sherlock Holmes او د اګاکریستي د And Then There Were None چې ډېر پلورل کېدونکو ناولونو په کتار کې د سر ځای لري.

دويم – علمي، تخيلي او خيالي رومان

علمي، تخيلي او فنټېسي رومان د رومان هغه ډول دی چې ډېر خوښوونکي لري او دغه دواړه (علمي او فنټېسي/خیالي) ډولونه د نړۍ تیوریکي جوړښت سره، سر او کار لري. په غالب ګومان د دغو دواړو ترمنځ کرښې پټې دي. خو په ټوله کې په علمي کيسو کې له هغې واقعي نړۍ څخه بحث کېږي چې د ټېکنالوجۍ له اړخه متفاوته ده. دا په داسې حال کې ده، چې خيال د جادويي نړۍ نه بحث کوي. لومړني علمي، تخيلي او خيالي رومان د جولیس ورن کيسه ده او په اصلي کلاسيکو رومانونو کې د ترجیح جورج اورول لکه ۱۹۸۴؛ په معاصرو علمي ژانرونو کې ډېر مینه وال لري. په غربي ادبیاتو کې تر ټولو مشهوره رومان خيالي رومانونه دي چې له دغې ډلې کولاي شو چې د لارډز اوف رینګز، د نارینا تاریخ او هري پاټر یادونه وکړو چې دا رومانونه د اروپايي ادب د احسان پوروړي دي.

درېيم: ویرونکي او هیجاني رومانونه

وېروونکي او هیجاني رومانونه چې له نورو ژانرونو سره يو ځای کېږي، ډېری وخت د راز او رمز لرونکو کيسو او علمي او تخيلي کيسو له ترکیب يا يو ځای کېدو څخه منځ ته راځي. د دغو رومانونو اصلي ځانګړنه دا ده چې په لوستونکو کې د وېرې، رواني وحشت او هیجان احساس را پاروي. د کېنټ مونټ کریسټو په نامه د الکسانډر ډوما اثر او د تورتم زړه چې د جوزف کونارډ اثر دی، د دې ژانر د رومانونو لومړنۍ نسخې دي، او معاصرې بېلګې یې د سټيفن کېنګ رومانونه دي.

څلورم: د مینې رومانونه

نن ورځ د مینې رومانونه د مینې پخوانیو رومانونو سره ځينې ګډې ځانګړنې لري:
– د پایلې د هدف تر سرلیک لاندې د رومانتیکې مینې فکر.
– هر کله رسوايي.
– د ټولو په منځ کې شدید احساسات.
نن سبا د مینې کیسې د مینې له پخوانیو کیسو او داستانونو سره ګډ ټکي لري، د وروستۍ موخې په توګه رومانټیکه مینې ایډیا، کله ناکله رسوايي، او ورسره مل شدید احساسات. خو په ورته وخت کې د مینې نننۍ د يوې مینه‌ناکې مینې او يا د شخصيتونو ترمنځ د مینې او یا جنسي اړیکې د کيسې د بیانولو لپاره ځانګړې شوي دي. په غالب ګومان دا ډول رومانونه له خورا ځانګړو جوړښتونو پلوي کوي او ټولو هغو جوړښتونو ته اړتیا لري چې د ښو وړاندوينو او يا د نېکمرغۍ ځانګړنې لري. د مینې رومان اوس مهال د امريکې په متحده ایالتونو کې تر ټولو ډېر خوښېدونکی ژانر دی.

پنځم: تاريخي رومان

لکه څنګه چې يې له نومه ښکاري، تاريخي کيسې يوازې د هغو پېښو کيسې دي چې د بشر په رښتیني او تېر ژوند کې پېښې شوې وي. د تاريخي رومانونو ځيني ټکي د تاريخ د رښتينو شخصیتونو کیسه او يا نیمه کيسه بیانوي، په داسې حال کې چې ځينې نور اصیل شخصیتونه په پوره ډول په رښتینو پېښو کې نغاړي. د A Tale of Two Cities ، The Hunchback of Notre-Dame ، بربادرفته او ایوانه د تاریخي داستانونو بېلګې دي.

شپږم: رښتينی رومان

د رښتینو کيسو د رومان سبک، د کيسو سبک غوندې ساده دی او له پېچلو سبکونو د دې لپاره لرې والی غوره کوي چې هغه پېښې چې کېدای شي په نړۍ کې رامنځته شي، لکه څنګه چې موږ پوهېږو چې پېښې شوې دي، په ساده ډول بیان کړي. دا ډول کيسې په حقیقتونو راڅرخېږي او دې ډول رومان ته هېڅ ډول هنري ښکلا او يا د مینې بڼه نه ورکول کېږي. د رښتینو کيسو او يا رومانونو د نوموتو لیکوالانو له ډلې کولای شو د مارک ټواین، جان شټاينبک، هانورا ډا بالزاک، انټون چغوف او جورج اليوټ يادونه وکړو.
د يادونې وړ ده چې رومانونه ځينې نور ډولونه هم لري چې په نننۍ لیکنه کې یې د پورتنیو ډولونو په تشريح کولو بسنه کوو.

وروستي مطالب