د روغتیا نړیوال سازمان: ښایي افغانستان ته د کرونا ضد واکسین په وخت و نه رسېږي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي ښايي افغانستان ته د کرونا ضد ځانګړي شوي واکسین په وخت و نه رسېږي.

ټاکل شوې وه چې تر مې میاشتې پورې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته شاوخوا درې میلیونه ډوزه کرونا ضد واکسین ورکړي، خو اوس تازه دغه سازمان په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ښايي د واکسینو ورکړه ان تر اګسټ میاشتې پورې وځنډېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي ټولو هېوادونو ته په عادلانه توګه د واکسینو د وېش لړۍ ته ادامه ورکړي.

بلخوا افغان حکومت بیا له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې د کرونا وبا د نوې څپې په کنټرول کې ورسره مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې له دغه هېواد سره د کرونا وبا د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي او د مرستو لپاره خپلې پولې پرانیزي.

د یادونې ده چې تېره ورځ ولسمشر غني وویل، چې ډېر ژر به له چین څخه د کرونا ضد اووه سوه زره ډوزه واکسین افغانستان ته را ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې چې په کور دننه او له بهر څخه د اکسیجن اړتیا پوره کولو لپاره هم لازم اقدامات شوي دي او په کمه موده کې به دغې ستونزې ته رسېدګي وشي.

نوموړي چې د عامي روغتیا وزارت له مسوولینو سره یې د کرونا د دریمې څپې مدیریت په اړه خبرې کولې وویل، د روغتیا وزارت ترڅنګ ټول باید په مسوولیت منلو کې شریک اوسي او دغه راز دولت د ډاکترانو حیثیت، عزت او وقار ساتلو ته ژمن دی او له دوی سره ناوړه چلند کوونکي به تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله