د روغتیا نړیوال سازمان: په کم وخت کې د کرونا له منځه وړل اسانه کار نه دی

د روغتیا نړیوال سازمان وایي د نړۍ له مخ د کرونا ویروس ورکول او له منځه وړل اسانه چاره نه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان له کرونا سره د مبارزې د برخې مسوول ډاکټر ډېوېډ نابارو په تازه څرګندونو کې ویلي چې بشریت باید له دغه ویروس سره د مبارزې نوې لارې چارې پيدا کړي.

هغه زیاته کړې په لنډمهاله کې ددې تمه لرل چې کرونا وبا به ورکه شي او یا به یې له منځه وړل اسانه وي، ناسم خیال دی.

نوموړي زیاته کړې چې کرونا ویروس د نړیوالو ګډې همکارۍ او د له منځه وړلو لپاره د نوو لارو چارو پیدا کېدو ته اړتیا لري.

دغه سازمان یو ځل بیا په پراخه پیمانه د واکسینو پر تولید هم ټینګار کړی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د روغتیا نړیوال سازمان ویلي ښايي افغانستان ته د کرونا ضد ځانګړي شوي واکسین په وخت و نه رسېږي.

ټاکل شوې وه چې تر مې میاشتې پورې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته شاوخوا درې میلیونه ډوزه کرونا ضد واکسین ورکړي، خو اوس تازه دغه سازمان په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ښايي د واکسینو ورکړه ان تر اګسټ میاشتې پورې وځنډېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي ټولو هېوادونو ته په عادلانه توګه د واکسینو د وېش لړۍ ته ادامه ورکړي.

بلخوا افغان حکومت بیا له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې د کرونا وبا د نوې څپې په کنټرول کې ورسره مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې له دغه هېواد سره د کرونا وبا د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي او د مرستو لپاره خپلې پولې پرانیزي.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ