د روسیې د مرستو درېیمه محموله کابل ته را ورسېده

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې د بشري مرستو درېیمه محموله هم پلازمینې کابل ته رسېدلې ده.

راپورونه وایي چې د مرستې دا ۳۶ ټنه محموله نن د دریو الوتکو په واسطه کابل ته انتقال شوې ده.

راپور د روسیې د دفاع وزارت په حواله ویلي چې په بشري مرستو بار د ایلیوشین په نامه یې درې سترې الوتکې کابل ته تللې دي.

راپور کې وړاندې راځي چې په دې مرستو کې روغتیایي او خوراکي توکي، کمپلې، د کرونا وبا د تشخیص کیټونه او د روغتیایي مراکزو تجهیزات شامل دي.

ویل کېږي چې دا الوتکې به روسي او هغه افغان وګړي بېرته روسیې ته ولېږدوي چې تر وروستیو تحولاتو وروسته په افغانستان کې بند پاتې شوې وو.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله