د راشد خان نوم په يو نړيوال معتبر کتاب کي ثبت سوی.

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه سلو توپ اچونکی او د افغان کرکیټ ملي ټيم د لوبډلمشر راشد خان نوم د ګینس په نوم په یوه کتاب کي ثبت سوی او په دې ثبتولو سره ئې تر ټولو د ځوان ترینه لوبغاړي ریکارډ مات کړ.
ګینس هغه کتاب دئ، چي پکښي په نړیواله سطحه ریکارډ لرونکي څيرې او لاسته راوړني ثبتیږي.
تر دې دمخه چي راشد خان ۲۰ کلنۍ ته ورسیږي، هغه په نړیوالو لوبو کي ۱۷۶ ویکیټي ترلاسه کړي دي.
نو په همدې موخه د راشد خان نوم د ګینس په کتاب کي ثبت سوی او په یاد کتاب کي تر ټولو ځوان ترینه کرکیټر دئ، چي نوم ئې ثبتیږي.

تر دې مخکي د پاکستان هیواد وقار یونس تر ټولو ځوان لوبغاړی وو، چي نوم ئې په ګینس کتاب کي ثبت وو او ریکارډ ئې له ځان سره ساتلی وو.
راشد خان د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تازه لوبډلمشر هم ټاکل سوی.
نوموړی د ۱۹۹۸ز کال د سپټمبر میاشتي په ۲۰مه نېټه پیدا سوی.
راشد د شل آوریزو سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کي لومړی مقام توپ اچونکی دئ.