د راشدخان ځانګړي بيټ د کريکټ مينوال حيران کړل.

ليکنه: مدثر دعوت
راشدخان په بيګباش ليګ کي د ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو د اتلي لوبډلي اډيلايډ سټرايکرز لپاره لوبيږي.
راشد په عمر کشر دی خو په تجارتي ليګوني کي ځانګړی نوم لري او هره لوبډله هڅه کوي دځان سره يې واخلي.
راشدخان په بیګباش کي د ميلبورن لوبډلي په وړاندي لوبه کي پر دريم ډاون د توپوهني لپاره انتخاب سوی وو پداسي حال کي چي کمرون وايټ او متيو شارټ لا توپوهني ته نه وه راغلي.
د راشدخان سره دا ځل يو ځانګړی بيټ وو چي شکل يې اوښ ته ورته وو.

په هماغه لوبه کي يې په ۱۶ توپونو ۲۵ منډي په ۱۵۶.۲۵ سټرايکريټ سره وکړې، چي ۲ شپږيزي او ۲ څلوريزي پکښې شاملي وې.
د لوبي پرمهال د اسټراليا کريکټ بورډ د خپل رسمي ويب سايټ پر ټويټر پاڼه وليکل چي د راشدخان سره د کيمل ( اوښ) په نوم بيټ دی او بيا يې له مينوالو نظر غوښتی چي بيلابيلي څرګندوني ورباندي سوي.
https://twitter.com/cricketcomau/status/1211218789485826048?s=19
تر اوسه راشدخان ددې بيټ په اړه څه ندي ويلي خو داسي ښکاري چي پدې بيټ سره راشد د اسټراليا او افغانستان ترمنځ د ۱۸مي پيړۍ د اړيکو ياد را تازه کړ.

د ۱۸مي پيړۍ په وروستيو او د ۱۹مي پيړۍ په پيل کي د ۳۰۰۰ په شاوخوا کي افغانان پر اوښانو اسټراليا ته د خپلو رمو سره يو ځای ولاړه ،هلته يې د اوښانو څخه د ټرانسپورتي وسيلې په حيث کار اخيستی او د اسټراليا په پرمختګ کي يې ځانګړی رول ولوبوی.
تر راشدخان وړاندي پخواني اسټرالياوي توپوهونکي متيو هيډن د منګوز په نوم بيټ استعمال کړی وو چي د نورو بيټونو سره يې ځانګړی توپير درلودی.

هيډن د منګوز په نوم بيټ باندي په هندوستان پريمرليګ کي توپوهنه وکړه.

وروستي مطالب