مارچ 4, 2021

د راشدخان نوم د اسټرالیا د لسیزې په لوبډله کې لیکل شوی.

د اسټرالیا کرکټ بورډ د یوې لسیزې په نامه د لوبډلې نوملړ جوړ کړی او خپور کړی دی، چې په دې لوبډله کې د افغان بالر راشدخان نوم هم لیکل شوی دی.
د اسټرالیا کرکټ بورډ د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره دوه لوبډلې اعلان کړي، چې دې لوبډلو ته یې د ډیکېډ یا لسیزې لوبډلې نوم ورکړی دی.
د یو ورځنیو لوبو نوملړ کې د راشدخان نوم

د یوې لسیزې د غوره لوبغاړو په منځ کې راشدخان، ایم ایس ډوني، هاشم امله، ای بي ډویلیرس، شکېب الحسن، جاس بټلر، مېچل سټارک، ټرېنټ بولټ، ویرات کولي، روهېټ شرما او لسېت ملېنګا لیکل شوي.
د ټېسټ لوبې د لسیزې لوبډله
الېسټېر کوک، ډېوېډ وارنر، کېن ویلیمسن، سټیف سمېت، ویرات کولي، ای بي ډیویلیرس، بېن سټوکس، ډیل سټین، نتن لیئن او جېمز انډرسن.
ډوني چې له ۲۰۰۴ م کال څخه د هند په لوبډله کې ولوبېد او د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام څخه وروسته یې د هند په لوبډله کې لوبه نه ده کړې، د اسټرالیا کرکټ بورډ د لسیزې په غوره لوبغاړو کې راوستی دی.
له ده سره دوه نور هندیان ویرات کولي چې د نړۍ په کچه یو ستوری لوبغاړی دی هم شته او روهېټ ور شرما چې اوسمهال په یو ورځنیو لوبو کې دوه یم نمبر توپ وهونکی دی هم د یو ورځنیو لوبو په نوملړ کې راغلی دی.
بل پلو راشدخان په ۲۰۱۵ او ۱۶ کلونو کې ایله افغان لوبډلې ته لار پېدا کړه، چې په ډېر لږ وخت کې خورا ښه وځلېد، د افغانستان ترڅنګ په نړۍ کې زیات مشهور شو او ډېر شهرت ورته بیا د آې پي ایل سیالیو ورکړ، چې نوموړی پکې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ م کال کې ولوبېد او په خپله لومړۍ لوبه کې یې د درې لوبغاړو په سوځولو سره، د ګوجرات لاینز لوبډلې اېرون فېنچ، برېنډن مکالم او سورېش رېنا یې سوځولي وو او ځان یې لکه د ستوري وځلاوه.
اسټرالیا چې کوم لوبغاړي د لسیزو لوبډلو ته غوره کړي، په رښتیا هم د نړۍ په کچه مشهور لوبغاړي دي.
د استرالیا د کرکټ بورډ مطلب د لسیزې له لوبډلو ښایي دا وي، چې د لس کلونو په اوږدو کې له راشدخان پرته ټولو لوبغاړو ښه کارکرده ګي کړې ده.