د راشدخان د هيټريک او ريکارډونو په اړه افغانان څه وايي؟!

ليکنه: مدثر دعوت
راشدخان په بيګ باش ليګ کي د لومړني بهرني لوبغاړي په حيث هيټريک وکړ.
د هيټريک ترڅنګ يې ځيني ريکارډونه هم جوړ کړه او يوځل بيايې د افغانستان د کريکټ په اړه نړۍ په ښور کړه.
په نړيواله کچه راشدخان ډير وستايل سو،رسنيو ورسره مرکې وکړې او ورباندي يې بيلابيل تشويقي راپورونه نشر کړه.
نړيوال تجربه کاره او پخواني کريکټران راشد په تمامه مانا منلی او د کريکټ د عصرۍ نړۍ يو بې ساري لوبغاړی يې بولي.

افغانستان کي هم د راشدخان هيټريک چي دايي په شل اووريز مسلک کي دريم وو وستايل سو،خو ډيری افغانان چي لايې هم د نړيوال جام راهيسي زړه مات دی د راشدخان لوبي يوازي په ليګونو کي ښې يادوي.
افغان کريکټ مينوال پدې باور دي چي راشد او نبي غوندي قوي لوبغاړي يوازي په ليګونو کي ښې لوبي کوي او ځليږي خو د خپل هيواد لپاره د ليګونو په پرتله بې مزې او لوبي يې کمرنګه دي،نو ځکه ترې مايوسه هم دي.
دوی وايي په تجارتي لوبو کي افغان لوبغاړي مثال نلري او خورا ښې لاسته راوړني لري خو په ملي لوبډله کي يې د کارګردګيو څخه ناهيلي دي.

موږ دلته د ځينو هغو افغانانو نظرونه راخيستي چي د راشدخان د وروستي هيټريک په اړه يې کړي.
ايمل مړوند ليکوال او ژورناليست دی،نوموړی پر خپلي فيسبوک پاڼي ليکي:
(( وطن سره ناځواني!
راشد خان که سل ځله نور هم په بهرنیو لیګونو کې هیټریک وکړي، خپل خوابدي افغان مینه وال نه شي خپلولي! ))

هلمندی عبدالولي عمري هم د راشدخان د هيټريک او وروستيو کارګردګيو په اړه خپل نظر داسي ليکي:
((که څه هم دا لوبغاړي د پخوا په ډول سر نه لري، یعني لکه څنګه چي په خوا ورته په کومه سترګه کتل کېده، اوس یې د ډیرو پروړاندي خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی، که هرډول کارنامه وکړي، خو بیاهم هیڅ په هیڅ.
خو ځینو ته بیا یواځي د افغان په نوم جنګېدل او بریالي کیدل مهم او ګټور وي ، خوشحال خټک وایې:
چي خوشحال يې وه په ننګ تړلې توره.
زه هم هغه ننګيالی پښتون افغان يم.
دې د خټک لمسي افغان ستوري راشد خان په ۲۰۱۹م کال کي لومړی هیټریک کوونکی، او په ۲۰۲۰م کال کي لومړی هیټریک کوونکی دی.))

د محمدنبي محق البدوي په نوم يو ځوان پر خپل ټويټر پاڼه چي موږ يې کټ مټ ليکنه خپروو، ليکلي:
((‏راشد خان په پردی لوبه کی سخت هیټرک وکړو راشدخان هیواد سره زیاته مینه لری ځکه یی په بل هیوادکی دبل چالوبه کی هټریک وکړو راشداوبعضی نورلوبغاړی تل ښی لوبی کوی خو خپلی نه پردیی نړیوال جام اویسټیڼډیزیی ښه بیلګه کیدای شی))

د ياران پر فيسبوک پاڼي هم ځينو افغانانو د راشدخان د هيټريک په اړه راپورونو باندي هم بيلابيل غبرګونونه ښودلي دي،د هغړی له جملې دوه کمينټونه داسي دي:
محمد زمان زاهد کمينټ کي ليکي:
د دومره صفت وړتيا نلري ځکه د ډالرو په زور روان دی.

احسان الله ودان کمينټ کي ليکي:
ښه شو راشد مغرور انسان دی.

په زرګونو افغانانو پر ټولنيزو رسنيو داسي څرګندوني ليکلي چي د راشدخان په لاسته راوړونو باندي وياړ کوي خو ترې ناخوښه دي.
راشدخان اوسمهال د اډيلايډ سټرايکرز لپاره په بيګباش ليګ کي لوبيږي، پداسي حال کي چي محمدنبي هم د همدې لوبو لپاره پرون د بنګلديش د تجارتي ليګ ( BPL ) څخه د اسټراليا تجارتي ليګ بيګباش ته ولاړی.