د راشدخان او کترین برنټ ذوقونه او ځوابونه

د کرېک اېنفو وېب پاڼې له د انګلستان سل بالیز کرکټ لیګ د دوو لوبغاړو راشدخان او د انګلستان ښځينه لوبغاړې کترین برنټ څخه پوښتنې کړي دي او دوی دواړو په ځوابونو کې خپل ذوقونه بیان کړي دي.

دوی دواړه په سل بالیز کرکټ کې له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره لوبېږي.

پوښتنې او ځوابونه

له کترین څخه لومړۍ پوښتنه: پېپسي دې خوښېږي، که کوکاکولا؟

ځواب: د دواړو څخه مې مېکس خوښېږي، یعنې د پېپسي او کوک دواړو ذایقې مې خوښېږي.

له راشدخان پوښتنه: چای دې خوښېږي، که کافي؟

ځواب: چای

له کترین څخه پوښتنه: چاکلېټ دې خوښېږي، که پاپړ چپس؟

ځواب: چپس

له راشدخان څخه پوښتنه: ستا بولډ اوټ خوښېږي، که د وېکټو ترشا کېچ اخیستل؟

ځواب: بولډ اوټ مې ډېر خوښېږي.

له کترین څخه پوښتنه: ستا رمپ شاټ یا پېډل شاټ خوښېږي، که ریورس سویپ؟

ځواب: رمپ شاټ مې خوښېږي.

له راشدخان پوښتنه: کور ډرایف دې خوښېږي که مخامخ یا سټرېټ ډرایف؟

ځواب: کور ډرایف مې ډېر خوښېږي.

کترین برنټ بیا وایي ایکسټرا کور شاټ مې خوښېږي.

له راشدخان پوښتنه: سټېف سمېت ښه لوبغاړی دی، که جو روټ؟

ځواب: دواړه د نړۍ غوره کرکټران دي.

له کترین څخه پوښتنه: شل اوریز نړیوال جام دې خوښېږي که د ښځينه وو ټېسټ لوبې؟

ځواب: د ښځينه وو ټېسټ لوبې مې خوښېږي.

له راشدخان څخه پوښتنه: شل اوریز جام ښه دی که آی‌پي‌اېل؟

ځواب: نړیوال جام په دې ښه دی، چې د نړۍ هېوادونه پکې لوبېږي او د هېوادونو ترمنځ لوبې وي او آی‌پي‌اېل هم په خپل ځای ښې لوبې دي.

له کترین برنټ څخه پوښتنه: کله چې وېکټ اخلي د ناستې ځای ته اشاره دې خوښېږي او که لاس پورته کول؟

ځواب: د ډرېسېنګ روم یا ناستې ځای پلو مې اشاره کول خوښېږي.

 

وروستي مطالب