د راشدخان او نوین الحق نه ځلېدلو یې لوبډلې ماتې سره مخ کړې

د پاکستان سوداګریزو لوبو په دوام د لیګ په ۲۰ مه سیالۍ کې لاهور قلندرز لوبډله د اسلام لخوا ماته شوه او په بلاسټ سیالیو کې د لېسېسټرشایر لوبډله د دورهم لخوا له ماتې سره مخ شوه.

اسلام اباد لوبډله په لومړیو کې له سختو ستونزو سره مخ شو، پنځه لوبغاړي یې ژر، ژر وسوځېدل؛ خو د اصف علي او افتخار باثباته توپوهنې لوبډله راژوندۍ کړه.

افتخار احمد په ۳۷ توپونو ۴۹ منډې وکړې او اصف علي بیا په ۴۳ توپونو د ۵ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۷۵ منډې وکړې.

دې دواړو توپوهونکو لوبډله د ۱۵۲ منډو هدف په برید ودروله.

راشدخان په ۴ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او په وېکټ اخیستلو بریالی نشو؛ خو جېمزفولکنر په ۴ اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.

د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره اوپنرانو ښه پیل وکړ، فخرزمان ۴۴ او سهیل اختر ۳۴ منډې جوړې کړې.

خو نورو اته توپوهونکو په شریکه ۴۱ منډې جوړې کړې.

راشدخان په ۷ توپونو ۴ منډې وکړې او د شاداب خان لخوا کلین بولډ شو.

لوبه اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې په ۲۸ منډو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی اصف علي وپېژندل شو.

په بلاسټ سیالیو کې د نوین الحق لوبه

نوین الحق چې په لېسېسټرشایرلوبډله کې لوبېږي، په درې لوبو کې یې ټولې ۵ وېکټې ترلاسه کړي دي، چې تېره لوبه کې یې د ۲۶ منډو په ورکولو سره ۳ وېکټې اخیستل تر دې دمه غوره توپ اچونه ده.

لېسېسټرشایر په شل اورونو کې د ۹ وېکټو په نقصان سره د سکاټ سټیل د ۵۳ منډو په مرسته ۱۶۸ منډې وکړې.

ماټ پټس او بېن رېن درې، درې وېکټې واخیستې.

دورهم لوبډلې هدف په نولسم اوور کې د نېډ اېکرسلي د ۵۰ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او لېسېسټرشایرته یې په ۲ وېکټو ماته ورکړه.

نوین الحق په ۳ اعشاریه ۵ اورونو کې ۴۶ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې ترلاسه کړه.

نوین الحق دې ټولې ۳ لوبې کړي او درې واړه یې بایللي دي.

د نوین الحق دې بله لوبه د راتلونکې سه شنبې په شپه لس بجې له یارک شایر لوبډلې سره ده.

 

 

وروستي مطالب