د رادار سیستم لومړۍ جوپه کابل ته رارسېدلې ده

د ملکي هوایي چلند اداره وایي، چې د هوایي حریم د کنټرول لپاره یې کابل کې د رادار سیسټم فعالولو ته اجازه ورکړې ده.

دغې ادارې ویلي چې د هوايي حریم د کنټرول بشپړ رادار لومړۍ جوپه کې درې پایې رادار چې له فرانسې هېواد څخه وارد شوي د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته سپارل شوي دي.

دغې ادارې زیاته کړې ده چې په ټول هېواد کې د هوايي حریم د کنټرول په موخه د فرانسې له ټالس شرکت سره د ۱۱۲ ملیونه یورو په ارزښت د رادارونو تړون لاسلیک شوی.

ټاکل شوې ده چې ددې تړون له مخې د ۲۰۲۳ م کال تر پای ته رسېدو وړاندې په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې په مرحله ییزه توګه په ۱۲ سایټونو کې د رادار سیستم فعال او د هېواد هوايي حریم په بشپړه توګه کنټرول شي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله