د دې خوړو په خوړلو سره مو ذهن پیاوړی کیږي

ليکنه او راټولونه

هر هغه خواړه چې موږ یې په ورځني ډول استعمالوو زموږ په وینه کې له جذبېدو سره زموږ د بدن اړتیا پوره کوي او د بدن په ځینو برخو بیا ځانګړي اغېز کوي.

د نړیوالې روغتیایي ادارې راپور پر بنسټ د ځینو خوړو استعمال د انسان ذهني وړتیا تر ۲۰ سلنه زیاتولی شي.

دلته هغه خواړه چې ذهن مو پیاوړي کوي تاسو ته وایو.

توت: د ذهني فشار او غوسې په پایله کې د انسان اعصاب له وخت وړاندې کمزورې کېږي او خپله وړتیا له لاسه ورکوي. توتان په مختلفو ډولونو کې شته طبیعي مواد د ذهني فشار اثر په له منځه وړلو کې ډېره زیاته مرسته کوي. له ناک او چارمغز سره د توتانو استعمال د انسان عصبي حجرات ځوان ساتي چې په مرسته یې د انسان د فکر کولو وړتیا پیاوړی کیږي.

کیله: د دماغ غوره فعالیت لپاره باید په وینه کې د ګلوکوز اندازه لږ تر لږه ۲۵ ګرامه وي او کیله یو له هغو میوو څخه دی چې خاصه اندازه ګلوکوز لري او ذهني وړتیا پیاوړي کولو لپاره ډېر زیات ګټور دی.

هګۍ: وېټامین بي د انسان یاداشت پیاوړی کوي او د اعصابو د عکس العمل ښودلو عملیه ګړندۍ کوي. د ساینسپوهانو په وینا هګۍ د وېټامین بي تر ټولو غوره منبع ده.

کب: کبان د اومیګا ۳، پروتین، اوسپنه او ویټامین بي خزانه ګڼل کېږي. په کبانو کې شته مواد د یاد تازه کولو او استدلال وړتیا زیاتوي.

تور بانجان: دغه خواړه د عصبي حجراتو د پیغام رسوونکو مالیکولونو تر منځ اړیکه پیاوړي کوي کوم چې د ذهني وړتیا پیاوړي کولو کې ځانګړی ارزښت لري.

کافي: په کافي کې شته د کیفین په نامه ګټور مواد د انسان ذهني وړتیا او سترګو لید پیاوړی کوي. کافي د هغو کسانو لپاره چې زیات وخت کمپیوټر ته ناست وي یو له غوره مشروباتو څخه دی.

اووکاډو: چې د افغانستان بازارونو ته نوی راغلې اومیګا۳ اسیدونو لرونکی ده چې د وینې جریان ګړندی کوي. هر څومره چې وینه په مغزو کې ډېر حرکت کوي، نو مغز هومره فعال وي. په سلاد کې د اووکاډو مرکب د لیمو او یو څه مالګه او سرکې په ډېرولو سره لا هم خوندور کېږي.

زیتون: د دماغ کمزورتیا او مغزو زوړوالي څخه مخنیوی کوي. چې دا خاصیت یې غیر قابو شویو غوړ شتون له امله دی. دا غوړ مغز ته اکسیجن زیاتوي، مګر اشباع شوي غوړ، لکه د غوښي غوړ، شیدې او غوړ خواړه، د حجرو ترمنځ اړیکه سختوي او په دې ډول د اکسیجن پروسې سست یا ګډوډوي. زیتونونه مخکې له خوړو څخه د اشتها راوستلو لپاره وکاروئ.

 

وروستي مطالب