د دیول کورنۍ غړو بل فلم جوړېدونکی دی

ژباړه

د بالیووډ په هغو فلمونو کې چې ډېر ژر به یې د جوړېدلو کار پیل شي، یو هم د دیول د کورنۍ غړو، او د اپني Apne فلم په دوام، Apne 2 جوړېږي.
د اپني 2 فلم چې سپټیمبر کې به یې کار پیل شي، د سندرو البوم جوړولو کار یې د همیش رشمیا په غاړه اخیستی، او دا فلم به له هغې صحنې او ځایه پیل شي، چې اپني اول فلم پای ته رسېدلی و.
د لومړی ځل لپاره ۱۴ کاله وړاندې د دیول کورنۍ غړي( بابي دیول، سني دیول او دهرمندر) سره ګډ په یوه فلم کې چې د اپني په نوم وه، راښکاره شوه، چې دا فلم د لیدونکو د پام وړ وګرځېد او په ۲۰ کړوړه جوړ شوي اپني اول فلم ۳۸ کړوړه روپۍ وګټلې.
اپني اول فلم د جون په ۳۰ په ۲۰۰۷ کال کې د انیل شرما په ډایرکټرۍ او د سني دیول، بابي دیول، شلیپا شیټهي، دهرمندر، کترینا کیف او کیران رایو په مرکزي رولونو سره د کال له غوره فلمونو څخه و.
اپني فلم د هالیووډ سینما له Rocky او Million Dolaar Baby څخه الهام اخیستی، او د اواره پن Awarapsn او اپ کي سرور App ka surror فلمونو سره یو ځای د سینما پر پردې خپور شو.
د اپني اول فلم په اړه څو جالبې خبرې:
۱ـ په دې فلم کې کیر کهیر د سني دیول د مور په رول کې کار کړي، په داسې حال کې چې سني دیول او کیر کهیر دواړه په عمر کې سره یو دي.
۲ـ په دې فلم کې سني دیول وروسته له ۱۷ کاله د Ghayal فلم څخه د بوکسر په رول کې راښکاره شو.
۳ـ په دې فلم کې د نندني رول لومړی امیشا پټل ته ورکړل شوی وو، خو امیشا د مصروفیتونو له وجې پکې کار ونه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې له اول اپني فلم خپرېدو څخه ۱۴ کاله پوره شوه، او اوس د دې فلم دویمې برخې جوړېدلو پریکړه وشوه.

وروستي مطالب