د ديوداس ١٩مه کليزه,او د شريا ګوشال د پرمختګ پيل

د جولای په ١٢مه د ديوداس فلم ١٩مه کليزه پوره سوه.

ديوداس د مينې،وفا،کورني ژوند او انتظار کيسه ده چې ١٩ کلونه وړاندې ريلېز سو او د پام وړ جايزې يې وګټلې.

ددې فلم ډايريکټر سنجی ليلا بنسالي وو او موسيقي يې اسماعيل دلبر جوړه کړې ده.

د فلم مرکزي کارکوونکي يې شاهرخ خان،ايشواريا رای،مادهوري ديکسيت او جګي شروف دي.

ددې فلم د جوړېدو جايزه ٤٤ کروړه وه،په ٣٣٢٥ سېنماوو کې ريلېز سو،ټولټال ٩٠،٦٣ کروړه پيسې يې وګټلې،د هيټ او کاميابه فلم لقب يې خپل کړ.

پر دې فلم په ٢٠٠٢ز کې شاهرخ خان د غوره اکټر ١٢ جايزې وګټلې چې دا هماغه وخت ريکارډ وو او وروسته د می نيم ايز خان فلم په واسطه مات سو.

همدارنګه دې فلم په عمومي ډول په بيلابيلو برخو کې د فلمفير ١٠،د ايفا ايوارډ ١٦،د ملي ايوارډ ٥، د سټار سکرين ايوارډ ٥، د زي سين ايوارډ څخه ٧، د سټار ايوارډ څخه يوه او اسيا فلم ايوارډ څخه هم يوه جايزه وګټله.

شاهرخ خان چې پدې فلم کې يې خورا سخت رول ادا کړی پر ټولنيزو رسنيو د ټول ټېم د سخت کار يادونه کړې،

همدارنګه مادهوري ديکسيت هم ليکلي چې ددې فلم يادونه اوس هم تازه دي،دې د دلیپ کمار يادونه هم کړې او د فلم د ډایریکټر څخه یې ددې په زړه پوري کيسې په اړه مننه کړې.

خو سندرغاړې شريا ګوشال بيا ديوداس فلم د خپل پرمختګ پیل بللی او د سنجی ليلابنسالي څخه یې مننه کړې چې په ١٦ کلنۍ عمر کې يې پر دې باور وکړ.

همدارنګه د خپل پلار او مور څخه يې هم مننه کړې چې ددې فلم د سندرو جوړولو پرمهال به ددې سره د سهاره تر ماښامه ورسره وه،او ددې په خبره د نن نوم او شهرت د هغو ورځو د ستړياوو او سخت کار ثمر دی.

وروستي مطالب