د دوو نړیوالو جامونو اتل، ولې د ویسټ انډیز لوبډله کې نشته؟

د ویسټ انډیز پخوانیو لوبغاړو ویلي چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کلونو نړیوالو جامونو قهرمان لوبغاړی ولې د ویسټ انډیز د نوملړ له تاره لوېدلی او لوبو کې یې نه اخلي.

په داسې حال کې چې کرېس ګېل، براوو، هېټمېر او پوران د هغه په څېر لوبه نشي کولای.

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ مارلن سمیولس چې یو له خطرناکو تخنیکي او پیاوړو لوبغاړو څخه دی په لوبډله کې نه دی اخیستی او له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې هېر کړی دی.

د کرکټ مبصر او د مېډل سېکس او سسېکس لوبډلو پخوانی مرستیال روزونکی ټوبي راډفورډ وایي هغه لوبغاړی چې نه یواځې زه بلکې د نړۍ ډېری کرکټ مینوال یې لوبې ته منتظر دي، په لوبډله کې نشته.

 

د مارلن سمیولس لوبه او ویسټ انډیز ته یې ګټه

نوموړی د ویسټ انډیز ۴۰ کلن لوبغاړی دی، ده د دې هېواد په ګټه ۶۹ لوبو کې برخه اخیستې ده او ۱۶۱۱ منډې یې کړي دي، چې یوه لوبه کې یې ۸۹ منډې غوره دي.

لس یې نیمه سلیزې وهلې دي.

دی اوس د ویسټ انډیز له یاده وتلی دی.

دوه نړیوال جامونه او د سمیولس کارنامې

په ۲۰۱۲ کې د شل اوریز جام په پایلوبه کې د ویسټ انډیز دوه لوبغاړي په ۱۴ منډو سوځېدلي وو او د سریلانکا پر وړاندې یې په پالیکل لوبغالي کې پښه ښوېدلې وه.

مارلن سمیولس په داسې حال کې په ون ډاون راښکته شو، چې جانسن چارلس په صفر او کرېس ګېل په ۳ منډو اوټ شوي وو.

دی تر وروستیو شېبو پورې د سریلانکا د سپېن او فسټ بالرانو پر وړاندې ودرېد او بېټ یې داسې وکاراوه لکه یوه تېره اره چې شنې ونې اره کوي.

د شپږ شپږیزو او درې څلوریزو په وهلو سره یې د ۵۶ توپونو په لوبولو ۷۸ قیمتي منډې جوړې کړې او د ویسټ انډیز هدف یې تر ۱۳۸ لوړ کړ.

نوموړي تر ټولو زیات لسېت ملېنګا ټکاوه، چې یو اوور کې یې ترې ۱۷ منډې او په څلورو اورنو کې یې ترې ۵۴ منډې واخیستې او د ده ایکانومي یې له دیارلسو ورواړوله.

دا پایلوبه سریلانکا په ۳۶ منډو وبایلله او د لوبې د اتل لوبغاړي جایزه مارلن سمیولس واخیسته.

ده په همدې کال د نیوزیلېنډ پر وړاندې سوپر اوور کې په وروستي توپ شپږیزه ووهله او له سیمي فاینل څخه یې ویسټ انډیز فاینل ته ورساوه.

 

۲۰۱۶ کال پایلوبه او د سمیولس بله کارنامه

په دې پایلوبه کې انګلستان د جو روټ د ۵۴ منډو په مرسته ۱۵۵ منډې وکړې.

ویسټ انډیز لپاره مارلن سمیولس یو ځل بیا د چېسېنګ په وخت کې داسې مهال لوبغالي ته په درېیمه وېکټ راغی چې جانسن چارلس په یوه منډه او کرېس ګېل په څلورو منډو سوځېدلی و.

سمیولس یو ځل بیا لکه د دېوال ودرېد، په ۶۶ توپونو یې د دوه شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته ۸۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې د بریا په کرښه ودروله.

په وروستیو اوور کې ۱۹ منډې پاتې وې، چې کارلوس برېتوېټ په بېن سټوکس ۴ شپږیزې سر په سر ووهلې او اتلولي ویسټ انډیز وګټله.

سمیولس یو ځل بیا په پایلوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

مارلن سمیولس د نړۍ یواځینی لوبغاړی دی، چې د شل اوریزو نړیوالو جامونو په پایلوبو کې یې په یوه، یوه لوبه کې غوره اننګزونه لوبولي دي.

۲۰۱۲ کې یې ۷۸ منډې تر ټولو توپوهونکو په یوه لوبه کې لوړې وې او په ۲۰۱۶ کې یې ۸۵ ناسوځېدلې منډې لوړې وې.

اوس د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ په غوراوي کمېټه د ویسټ انډیز د کرکټ ځېنې مینوالو او پخوانیو لوبغاړو نیوکې کړي، چې ولې دا سوپر سټار لوبغاړی نه لوبوي.

د سمیولس د لوبې ډول

سمیولس د ویسټ انډیز په لوبډله کې یواځینی لوبغاړی و، چې هم یې تخنیکي لوبه کولای شوه او هم یې چټکه لوبه کوله.

نوموړی به د لوبې سېچوېشن یا حالت ته په کتو مخکې ته.

کله چې به یې لوبډله په کمزوري حالت کې ګېره شوه؛ نو ډېر په احتیاط به لوبېده، لوبډله به یې په ډېرې هوښیارتیا له ناوړه حالت راوویستله او کله چې به دی هم ګرم شو او لوبډلې به هم نور چټکې توپوهنې ته اړتیا لرله بیا به یې یو بالر هم نه معاف کاوه.

همدا یې د بریا راز هم و، چې په سخت حالت کې به یې لوبډله ژغورله او په منځني یا لومړي سر کې د لوبډلې لپاره داسې یو لوبغاړی خورا لویه اړتیا وي.

چې ویسټ انډیز دا لوبغاړی لري خو لوبولو کې یې ناغېړي کوي.