مارچ 3, 2021

د دوستم راتګ؛ حکومت څه وګټل، څه وبایلل؟

ارشاد رغاند
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم، چې ځینو په ترکیه کې سیاسي تبعید باله، له څه باندې یو کلنې جلا وطنۍ وروسته کابل ته راغی .
ښاغلی دوستم د ولسمشر د دویم مرستیال سروردانش په مشرۍ له حکومت سره د وروستیو مذاکراتو په پایله کې د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په بدرګه کابل ته راغی او پخپل دفتر(صدارت ماڼۍ) کې یې خپلو پلویانو ته وینا وکړه.
له دوستم سره د هغه د سیاسي ایتلاف ملګري( عطامحمد نور، محمد محقق او لالي حمیدزي) هم په دې مراسمو کې وینا وکړه .
په دغو ویناوو کې تر ډېره لیدل کیدل، چې د افغانستان د نجات په نوم د دغه ایتلاف د مشرانو دریځونه د حکومت په تړاو بدل شوي.
همدې ټکي ته په کتو سره حکومت پلوي د دوستم په راستنولو د سیاسي ماتې په تړاو د خپلو منتقدینو ادعا ردوي او وایي، چې په دې کار یې لوړ قیمت نه دی لنډ کړی .
خو واقعیت څه دی، د دوستم له راتلو سره حکومت څه وګټل او څه یې وبایلل؟
په دې لیکنه کې به پر دې پوښتنې لږ تم شوو !
د حکومت ګټې
جنرال دوستم څه باندې کال وړاندې د هغه څه له کبله، چې د ده لخوا د هغه د پخواني ګوندي مرستیال احمد ایشچي جنسي ځورونه ګڼل کیده، د نیول کیدو له وېرې خپلې دندې ته نه ته او هم یې ظاهراً د درملنې په نوم له کابله ترکیې ته ځان ورساوه .
وروسته یو ځل راپور ورکړل شو، چې د دوستم الوتکې ته په مزار کې حکومت د ناستې اجازه نه وه ورکړې او په دې ډول یې هېواد ته د هغه د راتګ مخنیوی کاوه .
د دوستم د جلاوطنۍ په ټوله موده کې د هغه د جلاوطنۍ او هم د ایشچي د قضیې په اړه د حکومت دریځ په ظاهري ډول محتاطانه او مدبرانه و.
ولسمشر غني د دوستم په اړه یو ځل په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې هغه د درملنې لپاره په ترکیه کې دی ، چې هېواد ته راتلای شي.
ښاغلي غني د دوستم قضیه د ایشچي شکایت او د څارنوالۍ اړونده ګڼلې وه . د حکومت نورو سرچینو هم د هغه د غیابت په اړه تر دې اخوا څه نه ویل.
حکومت د دوستم د جلاوطنۍ پروخت سره له دې، چې ونه شو کړای د هغه په ګډون د افغانستان د نجات په نوم د جوړیدونکي حکومت ضده سیاسي ایتلاف پوره مخنیوی وکړي، خو د دغه ایتلاف د پراختیا په مخنیوي بریالی شو .
همدا شان یې وکړای شول په یو شمېر مهمو او اړینو ناستو کې د دوستم پرځای د هغه زوی باتور دوستم پخپل څنګ کې ولري او په ځینو لویو ملي مسئلو کې د هغه او ور پورې اړوندو خلکو له نسبي او سمبولیک ملاتړ څخه برخمن وي .
د دوستم له ستنیدو سره د حکومت او په ټوله کې د ملت یوه لویه ګټه د سولې بهیر په تړاو د حکومت له هڅو د دوستم، عطا محمد نور، محقق او د دوی د نورو اړوندو څېرو ملاتړ و . دغه ایتلاف تردې مخکې په ښکاره د سولې د هڅو په ګډون د حکومت نور لومړیتوبونه ردول او مخالفت یې ورسره کاوه .
ښاغلی دوستم یو ځل مخکې د ښاغلي كرزي په واکمنۍ هم د خپل یوه بل نیږدې کس اکبربای د وهلو ټکولو له کبله ترکیې ته په جلا وطن کیدو مجبور شوی او بیا راوستل شو، خو په دې توپیر چې هغه قضیه یې حکومت وبښله .
دا ځل د ولسمشر ویاند د دوستم د یوه بندي شوي پوځي قومندان نظام الدین قیصاري په اړه، چې نیول کیدو یې په شمال کې اعتراضونه پارولي ویلي، چې هغه قضیه به د اړوندو ادارو له لورې تعقیبیږي او قیصاري به بندي وي.
سربېره پردې د دوستم د قضیې بل لوري( احمد ایشچي) خبرداری ورکړی، چې خپله قضیه به تر خپل قناعته پورې تعقیبوي . دا خبره څرګندوي، چې د هغه د قضیې په تړاو حکومت کومه سیاسي معامله نه ده کړې، چې دا هم د حکومت او دوستم په جنجال کې د حکومت لاسته راوړنې ګڼل کیږي .

حکومت څه وبایلل ؟
د حکومت د دریځ په اړه مخکې وویل شول، چې د دوستم په قضیه کې یې رسمي دریځ او څرګندونې له پيله محتاطانه وې . څه چې د حکومت د بایلې په نوم یادوو، هغه به یوازې د حکومت نه؛ بلکې د ټول ملت بایله یې ګڼلای شوو.
دا بایلل دا دي، چې د ښاغلي غني په واکمنۍ کې هم افغانان د قدرت د زورورو جزیرو په بشپړه کمزورتیا لا نه دي بریالي شوي . سره له دې چې د عطامحمد نور له جنجالي په کورکیدو او ځینو نورو لاسته راوړنو سره په دې برخه کې حکومت یو څه بریالی هم دی، خو د یوه «اتل» په توګه د جنرال دوستم راتګ چې د هغه د ټولو حکومتي او ولسي مخالفینو یوه بایله ګڼل کیدای شي، دا پایله ترې راوځي چې د افغانستان عیني شرایط تراوسه هم له بده مرغه له زورواکو او بدنامو څېرو څخه په هر دلیل چې وي، د پراخ سیمه ییز ولسي ملاتړ شاهد دي .

له دې سره دا لوبه لا پای ته نه ده رسیدلې، د حکومت په اړه وېل کیږي چې د سیاسي لوبو متخصصین یې جهان دیده او په ملي کچه تر مشهورو جنګسالارانو ډېر د سیاست په لوبو پوهیږي .
په هرحال؛ د شمال د اعتراضونو ارامول او هلته د سوداګرۍ او نور ورځیني ژوند د ټکني شوي بهیر د بیرته عادي کولو لپاره هم د دوستم راتګ سمدستي یوه لاسته راوړنه ده . دې ته په دې د حکومت لاسته راوړنه ویل کیدای شي چې دوستم ته یې کوم نوی منصب او امتیاز نه دی ورکړی؛ بلکې د ولسمشر لومړۍ مرستیالي هغه مقام دی، چې ده سره لا پخوا منل شوی و او دغه هوکړه د ولسمشرغني د بریالیتوب یو مهم عامل و .
دا چې وروسته به څه کیږي، جنرال دوستم به څومره حکومت او څومره خپلو حکومت ضدو سیاسي متحدینو ته ژمن پاتې کیږي، دا خبرې به وروسته څرګندې شي !