Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د دروېش رسولي په زړه پورې لوبه!

ليکنه: سمیع الله درانی

افغان ایمرجېنګ لوبډله د سمیع الله شینواري په لوبډلمشرۍ کې د بنګله دېش هېواد ته تللې او هلته یې د اسیا په ایمرجېنګ جام سیالیو کې ګډون کړی دی.

سږ کال د اسیا جام څلورم پړاو دی، دې جام کې اته لوبډلو ګډون کړی دی.

چې پاکستان په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د چهارشنبې په ورځ هندوستان ته په ۳ منډو ماته ورکړه او پایلوبې ته ورسېد.

د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۳۰ مه نېټه افغان ایمرجېنګ لوبډلې له کوربتوب لوبډلې بنګله دېش سره دوهمه نیمه پایلوبه پیل کړه.

بنګله دېش د پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه؛ افغان لوبډلې په پنځوس اورونوکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د دروېش رسولي د ۱۱۴ منډو په مرسته ۲۲۸ منډې وکړې.

رسولي یو ځل بیا چټکه سلیزه ووهله، هغه په ۱۲۸ توپونو ۱۱۴ سوځېدلې منډې وکړې، چې ۷ شپږیزې او ۷ څلوریزې یې وهلې وې.

رسولي داسې مهال په منځنۍ برخه کې توپ وهنې ته راغی، چې سمیع الله شینواری، عبدالمالک، شاهدالله کمال، شوکت زمان او مُنیر احمد کاکړ په ۶۹ منډو کې سوځېدلي وو.

رسولي تر وروستیو شېبو ودرېد او د بنګله دېشي بالرانو هیلې یې ماتې کړې.

له رسولي سره په ملګرتیا کې وحیدالله شفق ۳۴ منډې وکړې او بیا طارق ستانکزي ۳۳ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لپاره درې وېکټې حسن محمود او درې وېکټې سومیا سرکار واخېستې.

دا دوهم ځل دی، چې دروېش رسولي لوبډله له بُحران څخه راباسي، له دې وړاندې په ۲۰۱۸ م کال کې د عربي متحده اماراتو خلاف د افغانستان نولس کلنو لوبډله په لویدلي حالت کې وه، چې رسولي د نړۍ په یوه چټکه سلیزه ووهله او افغانستان ته یې بری ورکړ.

په هغې لوبه کې رسولي په ۳۵ توپونو سلیزه وهلې وه او د یو ورځنیو لوبو په چټکو سلیزو وهونکو توپ وهونکو کې یې نوم ثبت کړی و.

بنګله دېش ایمرجېنګ لوبډله به د افغانستان پر خلاف د ۲۲۸ منډو پوره کولو پسې راښکته شي.

دا نیمه پایلوبه چې هره لوبډله وګټي، پایلوبې ته ځي او هلته د شنبې په ورځ د پاکستان ایمرجېنګ لوبډلې سره مخ کېږي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی