د درونګرا، اضطراب او ژور خفګان ترمنځ توپیرونه

درونګرا هغه کسانو ته وایي، چې له نورو انسانانو څخه لري او چوپ یو ګوښه کې کېني، هره لېوالتیا د هر څه پر وړاندې چې وي خپل دنننه ځان کې وي.

اضطراب هم یو طبیعي غبرګون دی چې موږ یې په ژوند کې هره ورځ تجربه کوو، ارواپوهان وایي چې اضطراب د ډېری اروایي ناروغیو لامل او دلیل دی.

اضطراب هغه پټه او له واقعیته لرې وېره، اندېښنه او خواشیني ده، چې د انسان پر عادي ژوند، جسمي روغتیا، ټولنیزو اړیکو، زده کړو او تحصیل باندې ژور منفي اغېز ښندي.

او له ژور خفګان څخه مو هم موخه درد، غم، کسالت او زړه تنګوالی دی.

ـ اوس راځو توپیر ته کوم کسان چې درونګرا دي، له یوازیتوبه ډېر خوند اخلي او هغه فعالیتونه خوښوي چې په یوازې ترسره کېږي.

مېلمستیا او خبرو کولو ته ډېره لېوالتیا نه لري، نسبت خبرو او بحث ته فکر کول یې خوښېږي.

تل هڅه کوي ستونزې خپله حل کړي.

ـ هغه کسان چې اضطراب لري، د ټولنې او دا چې د نورو منځ کې اوسي وېره او اسټرس لري.

مېلمستیا ته تګ یې خوښېږي، خو شرمېدل او یا دا چې کومه غلطي ونه کړي دا وېره دوی ته اجازه نه ورکوي چې لاړ شي.

خبرې اتري یې خوښېږي، خو په خبرو کې هم ډارېږي چې داسې نه کوم بل څه ووایم.

کوم کسان چې اضطراب لري د هر کار پر وړاندې خپل ځان ګرم بولي او ملامتوي یې.

ـ او هغه کسان چې ژور خفګان لري، د هېڅ کار ترسره کولو ځواک نه لري تل غمګینه او بې انګېزې وي.

مېلمستیا ته تګ یې خوښېږي خو د بې حوصلېتوب احساس کوي او ستړي وي نو ځکه نشي کولای لاړ شي.

د دوی خوښېږي چې خبرې وکړي، خو خبرو لپاره کومه انګېزه نه لري.

د خپلو ستونزو لپاره نور ګرم/ ملامت بولي او ملامتوي یې.

خو دا مه هېروئ، چې درونګرا، ژور خفګان او کوم چې اضطراب لري په ظاهره توګه یو ډول چلند لري خو د چلند دلیل یې توپیر لري.