د خپلو خوښيو لپاره مو وړې بهانې ولټوئ

لیکوال: جان ماکسول
ژباړه: حمیدالله حمیدي
څو ورځې وړاندې راته یوه ملګري وویل: “پر ځان دې مهربان اوسه” د مهربانۍ په معنا پوهېدم، خو فکر مې کاوه چې کېدای شي یوازې پر بل چا سړی مهربانه و اوسي، هېڅ کله مې پر دې فکر نه و کړی چې مهرباني باید له ځانه شروع کړو، پر همدې جمله “پر ځان دې مهربانه اوسه!” مې فکر کاوو، تر هغه چې یوې ډېرې په زړه پورې پایلې ته ورسېدم. له ځانه مې وپوښتل، کله چې نور پر تا مهرباني وکړي او مهربانه و اوسي، څه احساس کوې؟ یو دم مې ټول وجود ګرم شو او د خوښۍ احساس مې وکړ، په همدې حال کې مې نورې پوښتنې چې ایا کولای شم پر خپل ځان نور هم مهربانه شم، تر څو له دغه خونده نور هم برخمن شم؟ څه ډول پر خپل ځان مهربانه شم؟ که پر خپل ځان مهربانه شم، هغه دنیا چې زه په کې ژوند کوم څه توپیر به وکړي؟ په ذهن کې پیدا شوې. که غواړئ له هغو لارو چارو څخه چې د دغو پوښتنو په اړه زما په ذهن کې پیدا شوې، ځان خبر کړئ نو له ما سره د دې لیکنې تر پایه مله و اوسئ.
د څو دقیقو لپاره مو د خپلې خوښې کار په اړه خبرې وکړئ؛ دا کېدای شي ستاسو د کار په اړه د کتاب لوستل او یا هم د یوې ښکلې منظرې کتل وي. په دې ساده کار سره کولای شئ د نړۍ خلک او یا هم د خپلې شاوخوا کسان په ښه ډول سره احساس کړئ. ډاډه اوسئ چې دا ورځ به مو د نورو په پرتله ډېره په زړه پورې، له خونده ډکه او متفاوته تېره شي.
که څوک در باندې نیوکه کوي، هڅه وکړئ ځان حقیقت ته ورسوئ
د بېلګې په ډول، که په دفتر کې یو څوک درته وایي، دغه کار دې سم نه دی ترسره کړی، ډېر ژر له ځانه وپوښتئ چې د دغه کس خبره رښتیا ده او که یې د کوم حسادت له مخې کړې ده؟ ډېر کله داسې واړه ټکي وي چې تاسو خپله یې په لیدو نه شئ توانېدای.
وړې خوښۍ درته بهانه کړئ
سهار وختي، کله چې له خوبه پاڅېږئ د څو دقیقو لپاره په خپل ځای کې کېښنئ او له ځان سره ووایئ «نن زما د خوښیو ورځ ده او هېڅوک نه شي کولای له ما دا خوښئ واخلي» په خدای باور ولرئ او په ذهن کې درسره همدا جمله تکراروئ، له شک پرته به خپلې موخې ته ورسېږئ.
مخکې له دې چې ویده شئ، داسې یو کار ترسره کړئ چې د ورځنیو کارونو په اړه مو فکر بدل کړي، جسم ته مو اجازه ورکړئ چې ارام وکړي؛ دا کارونه کېدای شي د یوه په زړه پورې کتاب لوستل وي، کېدای شي حمام کول وي او یا هم له یوه مخلص او امین کس سره خبرې کول. تل پر خپل ځان مهربانه و اوسئ او د فکري ارامۍ په اړه مو فکر وکړئ.




وروستي مطالب

عمران خان: افغانستان کې د جګړې په ختمېدو سره زموږ او د امریکا ګټې زیاتېږي

by عاقله اسد in افغانستان

پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشنګټن پوسټ ته ویلي امریکا او پاکستان په افغانستان کې ... نور ولولئ