د خپلواکۍ په نوم د سبانۍ لوبې لپاره د لوبډلو سکواډونه اعلان شول

د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري، ترڅو سبا د جمعې په ورځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د خپلواکۍ اخیستلو په موخه یوه شل اوریزه لوبه د ملې لوبغاړو ترمنځ ترسره کړي.

 

دا لوبه سبا د جمعې په ورځ سهار ۹ بجې پیلیږي او کرکټ بورډ ویلې، هر څوک کولای شي په ازاد ډول له ټیکټ اخیستلو پرته په وړیا توګه لوبغالي ته داخل شي او لوبه له نژدې وګوري.

 

د یادونې وړ ده، چې لوبډلې د سولې ساتونکې او د سولې اتلانو په نوم نومول شوي، چې د سولې ساتونکې لوبډلمشر به نجیب الله ځدران او د سولې اتلانو لوبډلې لوبډلمشر به بیا هشمت الله شهیدي وي.

 

له هغه وروسته افغان کرکټ بورډ نن پنجشنبه د سبانۍ لوبې لپاره د هشمت الله شهیدي او نجیب الله ځدران په مشرۍ د لوبډلو سکواډونه اعلان کړل.

 

د سولې اتلان لوبډله

 

هشمت الله شهیدي، رحمن الله ګربز، جاوید احمدي، رحمت شاه، ناصر جمال، شراف الدین اشرف، امیر حمزه، یمین احمدزی، فرید ملک، عبدالرحمن، سید شېرزاد، صدیق اتل او نوید ازهر.

 

د سولې ساتونکې لوبډله

 

نجیب الله ځدران، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، سمیع الله شینواری، افسر ځاځی، شاپور ځدران، غمی ځدران، یوسف ځاځی، افتاب عالم، فرهان زاخېل، عضمت عمرزی، کریم جنت، ګلبدین نایب او شمس الرحمن.

 

 

 

 

وروستي مطالب