د خپلوانو سره د اړیکو خرابېدلو څلور لاملونه

که چېرې له خپلوانو سره له خپلو اړیکو خوښ نه یو یا خرابې راته برېښي، ښه به دا وي چې په دې اړیکو کې خپله ونډه هم وارزوو. چې موږ په دې اړیکو کې کوم رول لوبولی دی. ایا مثبت اغېز مو پرې ښندلی که منفي اثر مو کړی. د دې خبرې معلومول د اړیکو په روښانه کولو کې ونډه لري.

هغه کړنې چې اړیکې مو له خپلوانو سره ورانوي:

بېځایه تمې: که چېرې داسې تمې ولرو چې پوره کول یې د نورو له وسې بهر وي یا نه غواړي چې پوره یې کړي، دا ډېرې تمې او بېځایه غوښتنې کولی شي د اړیکو مزي وشلوي.

بده ژبه: پښتو کې یو متل دی وايي: « خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا». ژبه هغه وسیله ده چې په ښو خبرو خلک ښکار کولی او په بدو یې ټپي کولی شي. ډېری اړیکې د یوې ناسمې او بېځایه خبرې له امله خرابې شوي او له منځه تللي دي. په لږ احتیاط او پام کولو سره کولی شو له بدې ژبې ځان وساتو. کله چې یوه ناوړه پېښه وینو، ژر باید چاته ونه وایو چې دغه کار خراب و. وخت باید ورکړل شي چې هغه کس خپله متوجه شي، که پخپله یې پام نشو، بیا به موږ اقدام کوو.

پټه رخه/کینه: په اړیکو کې هرومرو یوه خبره ښکته -پورته کېږي، دا چې څوک کینه واخلي او عقدې په زړونو کې خوندي کړي، ورو ورو کینه پخېږي او د اړیکو پړی سستوي. د کینې جرړې د انسان په دنننه احساساتو کې دي او دا د انسان پر ځان د کم باور نښه ده. څوک چې پر ځان باور ولري، خبرې سپینوي، کینې ته لاره نه ورکوي؛ ځکه کینه د اوږو پېټی ګرځي او د ځورېدو لامل کېږي.

بې مینې‌توب: ځینې کسان تمه لري چې ټول خلک له دوی سره مینه او دوی ته درناوی وکړي؛ خو بالمقابل بل چاته د مینې ورکولو یا درناوي کولو اراده/عادت نه لري. کله چې مینه/درناوی د یوه لوري کار وي، بل لوری خامخا خپه کېږي. او دا چاره د اړیکو فضا خړوي.