د خوړو پروګرام: نړیواله ټولنه دې افغانستان ته د پیسو لېږد ته دوام ورکړي

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشره له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان ته د پیسو استول جاري وساتي.

مري اېلین مک ګرووارټي پرون په بروکسل کې له اسوشیتېدپرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ دی.

مک ګرووارټي یوځل بیا خپله هغه وینا تکرار کړې چې په روانه اوونۍ کې یې پر ټویټر لیکلې وه چې افغانستان د خوړو د پلور او پېر په بازار کې د اړتیا وړ پیسو د نشتوالي له کبله د لوږې له څونامي سره مخامخ دی.

هغې پر نړیوالو غږ وکړ چې د طا لبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستو د یقیني کولو له لارې د یوه بشري ناورین مخه ونیسي خو هغې ټینګار وکړ چې دا پیسې د طالبانو لاس ته له لوېدو پرته له نورو لارو واستوي.

د ملګروملتونو د دې مرستندویې ټولنې د ارقامو له مخې د افغانستان ۲۲،۸ ملیونه افغان وګړي د خوړو له جدي کمښت سره او له دې ډلې ۸،۷ میلیون خلک له قحطۍ سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تازه NBC ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي چې امریکا هڅه کوي د نړیوالې ټولنې په همکارۍ تر اړمنو افغانانو بشري مرستې ورسوي.

بلېنکن ټینګار وکړ چې طالبان باید خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.

نوموړي ویلي، چې دوی له ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او د نړۍ له هېوادونو سره پر دې تمرکز کوي چې څنګه کېدای شي له دې ټولو حساسیتونو سره – سره ولسي افغانانو ته زیان ونه رسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې سره له دې پر طالبانو به د دوی د تعهداتو د ژمن پاتې کېدو لپاره فشار وساتي خو د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې د نړیوالو له لوري مرستې د خلکو تر جیبونو ورسېږي، پرته له دې چې د طا لبانو لاس ته ولوېږي.

خو اسلامي امارت بیا وایي ټول هغه هېوادونه چې غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي، ډاډه دې وي چې دا مرستې به تر اړمنو افغانانو رسېږي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله