اپریل 19, 2021

د خوړو هغه رژیم چې د زړه د ناروغیو خطر لوړوي

د زړه حمله، هغه ناروغي ده چې ډېری کسان ترې کړېږي او معمولاً دغه ناروغي د ناسمو خوړو له امله رامنځته کېږي.

په دې وروستيو کې د زړه د ناروغۍ په اړه يو شمېر څېړنې ترسره شوي دي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د دغې څېړنې د موندنو او پایلو په اړه معلومات درکړو.

که غواړئ چې د زړه له ناروغۍ څخه لرې واوسئ نو زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

يوه علمي ډله وايي چې د هغوې د نوو څېړنو پر بنسټ، کېدای شي غوړ خواړه د زړه د ناروغۍ د خطر کچه لوړه کړي او د زړه د حملې شمېر لوړ کړي.

د رډينګ پوهنتون د څیړونکو د يوې ډلې څېړنو ښودلې چې کېدای شي د غوړو خوړو خوړل د مخرب پروټین د فعالېدو لامل شي، د زړه ناروغی رامنځته کړي او د زړه د حملو کچه لوړه کړي.

په يوې لیکنه کې چې د بیوکیمیاوي او بیوفزیکي څېړنو په اړه خپره شوې ده، څېړونکو موږکانو ته د يوې مودې لپاره غوړ خواړه ورکړي دي او وروسته یې د دغو موږکانو د زړه پر سلولونو د استرس اکسیداتو د پردې له پاسه د غوړو خوړو سطحه وڅېړله چې په پایله کې روښانه شوه چې د غوړو خوړو خوړل د زړه د حملې شمېر لوړوي.

د رډينګ پوهنتون د څېړونکو له ډلې يو هم، سونبال نايورين باټي دی چې په دغې څېړنه کې یې ګډون کړی و، هغه وايي چې: ” څېړنې دا په ډاګه کوي چې د غوړو خوړو خوړل زموږ عضلاتي نسجونو ته زیان رسوي.”

په پای کې دا یادونه اړینه ده چې که د زړه ناروغي ولرئ او که نه، د غوړو خوړو له خوراک څخه ډډه وکړئ.

ځکه چې غوړ خواړه د دې سربېره چې د زړه ناروغۍ باندې د اخته کېدو لامل کېږي، د وينې د غوړو کچه هم لوړوي.

همدارنګه د خپلې روغتیا ساتنې لپاره اړینه ده چې په خپلو خوړو کې د غوړو خوړو پر ځای له مېوو او سبو څخه ګټه واخلو ځکه چې په خوړو کې له مېوو او سبو څخه ګټه اخیستنه نه يوازې دا چې روغتیا ته زیان نه رسوي، ورسره په خوا کې یې موږ له بېلابېلو ناروغیو هم ژغوري.