د خوړو نړیوال سازمان؛ اتلس لارۍ اړین توکي زلزله ځپلو سیمو ته ولېږل شوې

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله زیانمنو ته، د خوړو نړیوال سازمان د خوراکي توکو کڅوړې ولېږل شوې.

د ډبلیو اِف پي د راپور پر بنسټ، اتلس لارۍ یې زلزله ځپلو سیمو ته رسولي دي، چې یو ډول د زیاتې انرژۍ لرونکې بیسکویټ(HEB) یې هم د چمتو شویو خوړو په توکه شامل کړي دي.
دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ويلی چې په پام کې لري ۳۰۰۰ کورنیو ته بېړني خوراکي توکي ورسوي او همدارنګه زیاتوي چې د اړتیا په صورت کې به مرستې لا زیاتې کړي.

د خوړو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي دي، چې د خپلو بشرپاله همکارانو سره، د زلزلې له امله د زیانمنو کورنیو د ارزولو په حال کې دي.
په ورته وخت کې، دغه سازمان زیاته کړې چې د پکتیکا ګیان او برمل او د خوست سپېرې لېرې پرتې سیمې تر ټولو زیانمنې شوې سیمې دي. د دغه سازمان په وینا، په برمل ولسوالۍ کې ۷۰% کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او له منځه تللي دي.

د دغې زورورې زلزلې وروسته څه د پاڅه ۱۰۰۰ تنه وژل شوي او ۲۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.