مارچ 8, 2021

د خوځنده او ځلیدونکي ژوند لپاره دا درې کاره حتماً وکړئ

Advertisements

لیکنه: کاترینې ارینس
ژباړه: غازي عابد
که غواړئ ژوند کې بریالی شو، دلته درې لارې چې اوس وخت کې یې اړتیا ده، باید په نظر کې ونیسو:
۱- د وخت بې ځایه تیرونه (وژنه) ودروئ
له ټولنیزو رسنیو لږ لرې شئ؛ ځیني مهم عملي او له مانا ډک کارونه وکړئ. یوازې په ټولنیزه میډیا کې خپل ټول وخت په تش کتلو مه مصرفوئ. بهر نور کارونه وکړئ، له مشرانو، خپلوانو سره مخامخ وګورئ، یو تولید کوونکي، بنیاد ایښودونکی، نوښتګر، مشر، تاجر… شئ. ځان کې یوه جذبه او لیوالتیا پیدا کړئ.
۲- ځیني هغه غږونه واورئ چې هغه پوهه درکړي او لارښوونه درته وکړي، دا د تفریح لپاره نه بلکې یوازې د لارښوونې او پوهیدنې په موخه واورئ، لکه د ځینو خلکو خبرې د ثبتولو وړ وي، بیا بیا اوریدل یې انسان هڅوي، نو داسې ثبت شوې خبرې چې ډیرې اغیزناکې وي، بیا بیا یې واورئ.
پوه او باتدبیره خلک چې کومې لارښوونې کوي، په یاد لرئ او تل یې د عملي کیدو او هماغسې تللو کوښښ وکړئ.
۳- روزانه یا هره هره ورځ لوستل وکړئ
افسانوي مطالعه مه کوئ، بلکې داسې مطالعه وکړئ چې زوړرتیا درکړي، جذبات درکړي او لا ډیر کار او ښو فعالیتونو ته مو لیواله کړي.
ځیني کتابونه او مقالې داسې وي چې که یې ولولو یو ډول د خوښۍ، پرلپسې کار، بریا او مخکې تګ جذبه راکې پیدا کوي، نو دغسې مقالې بیا بیا ولولئ او نورې هم پیدا کړئ.
هغه خلک چې په ډیره مطالعه روږدي وي، دوی تل یو ازاد او خوښوونکی فکر کوي، تل هڅانده او متحرک وي، داسې انسانان نورو ته عجیب ښکاري او داسې فکر کوي چې دوی همداسې پیدا شوي، خو داسې نه ده، بلکې دوی ځانونه همداسې کړي، که یې موږ هم کړو او پراخه او پرلپسې مطالعه ولرو، داسې کیدای شو.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ