د خوشحاله خلکو ۳ رازونه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل
ټول پوهان په دې باور دي، چې مثبت انسانان معمولاً خوشاله دي.
موږ ټول داسې انسانان پېژنو، چې تل خوشاله دي او له خپل ژوند څخه خوند اخلي، خو څه څیز د دې سبب شوی، چې هغوی دومره خوشاله دي؟ په حقیقت کې دا ډول کسان د سټرس ( اروایي فشار ) اغېزې له منځه وړي او یا یې هم ډېرې را کموي. دا ډول مثبت افراد هم کله وخت په اروایي فشار او اندېښنې باندې اخته کېږي، خو د نورو په پرتله ډېر ژر له اروایي فشار څخه ځانونه خلاصوي او خپل مثبت روحي او جسمي وضعیت ته بېرته ورګرځي. په دې ځای کې د دې ډول افرادو په ۳ عادتونو باندې رڼا اچوو:
۱ ـــ د ستونزو د را ولاړېدو پرمهال له خپلو ټیلیفونونو څخه ګټه اخلي
هغه کسان، چې لږ تر لږه په اوونۍ کې یو ځل له خپلو دوستانو او ملګرو سره خواله کوي، له ډېر عمر څخه برخمن دي، دا ټولنیزې اړیکې د دې سبب ګرځي، چې ماغزه یې لاپسې هوښیار شي او هغوی د نورو په پرتله ډېر کم د زړه په حملې باندې اخته کېږي. دوستانو ته ټیلیفون کول او د ستونزو په اړه له هغوی سره خبرې کول، په ډېرې چټکۍ د وینې فشار او د کورتیزول کچې د را کمېدو سبب ګرځي. د اوږد مهالو دوستانه اړیکو لرل، کولای شي د سګرټو د پرېښودو په کچه زموږ لپاره ګټورې وي.
۲ ـــ تل شکر کوونکي دي
هغه کسان، چې د هر څه لپاره، تل د الله (ج) شکرونه پرځای کوي، معمولاً خوشبین کسان دي او په ټوله کې د نورو په پرتله له خپل ژوند څخه ډېر راضي او خوشاله دي، دا ډول کسان له فزیکي پلوه هم ډېر ځواکمن دي. کله چې یو کس د الله (ج) په نعمتونو باندې شکر کوي، نو په ډېرې سختۍ سره کولای شي، تریخ او لېونی وي.

۳ ـــ مهربان دي
آیا په ورځ کې لږ تر لږه ۵ مینه ناکې کړنې ترسره کوئ؟ که د ورځې په اوږدو کې له نورو سره مینه وکړئ او د خیر ښېګڼې ډېرې کړنې ترسره کړئ، نو د ورځې په پای کې به ډېر خوشاله وئ. اړینه نه ده، چې ډېر ستر کارونه ترسره کړئ او د خیر ښېګڼې د کارونو لپاره، مخکې تر مخکې پروګرام جوړ کړئ، حتا که چېرې په ملي بس کې خپل ځای نورو ته پرېږدئ او یا خپل یو همکار مو یو څښاک ته را وبلئ هم بسنه کوي او د ورځې په پای کې به د رضایت او خوښۍ احساس وکړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.