هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه

زه په واقیعت کې د شپې څومره خوب ته اړتیا لرم ؟

لیکوال: برانډن پیټرز ، ایم ډي
ژباړه: شمیم اتل

موږ ته ویل شوي چې موږ باید د شپې اته ساعته خوب پوره کړو. خو دا په اوسطه توګه معلومات دي او ښايي د هر چا لپاره همدا اته ساعته کفایت ونه کړي.

ځینې ښايي ډیر خوب ته اړتیا ولري او ځینې کم خوب ته. ښايي د عمر په تیریدو زموږ د خوب اړتیا بدله شي.

دا مشوره چې هر څوک دې د شپې اته ساعته خوب وکړي د ځینو لپاره یو هوايي او افسانوي خبره ده.

ځینې کم او ځینې ډیر خوب ته اړتیا لري

د هر چا د خوب اړتیا مختلفه ده، دا اړتیا له له وراثته په جینونو او یا جینیټکو معلوماتو کې ځان سره راوړي.

هومره خوب ته اړتیا ده چې ته کله له خوب پورته شې نو د ارام او تازګۍ احساس وکړي. هغوی چې لنډ خوب یې اړتیا وي تر کم خوب وروسته د تازګۍ او دمې احساس کوي او هغوی چې د خوب اړتیا یې زیاته وي باید ډیر خوب وکړي چې تر ویښیدو وروسته د ارام او تازګۍ احساس وکړي.

د ژوند په اوږدو کې د خوب اړتیا بدلون مومي

زموږ د خوب متوسطه اندازه د عمر په اوږدو کې بدلیږي. په ځانګړې توګه په ماشومتوب او بلوغت کې. که څه هم د خوب په اړه متوسطې اندازې شته خو ښايي داسې کسان و اوسي چې له ټاکلي اوسط کم او یا زیات خوب ته اړتیا ولري.

په دې کې د د خلکو لاندې ګروپونه هم شامل دي:
• نوې زیږیدلي ماشومان ( له ۳ میاشتنۍ تر ۱۱ میاشتنۍ پورې) له ۱۴ تر ۱۵ ساعتونو خوب ته اړتیا لري.

• کوچنیان ( له ۱۲ میاشتنۍ تر ۳۵ میاشتنیو پورې ) له ۱۲ ساعتونو څخه تر ۱۴ ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري.

• د وړکتون ماشومان( له ۳ کلنۍ تر ۶ کلنۍ پورې) له ۱۱ ساعتونو څخه تر ۱۳ ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري.

• ښونځي ته تلونکي ماشومان ( له ۶ کلنۍ تر ۱۰ کلنۍ پورې) له ۱۰ څخه تر ۱۱ ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري.

• د بلوغت پړاو (له ۱۱ کلنۍتر ۱۸ کلنۍ پورې) تنکي ځوانان د ۹ ساعتونو او ۱۵ دقیقو په شا او خوا کې خوب ته اړتیا لري.

• لویان – په اوسطه توګه اته ساعته خوب ته اړتیا لري.

• د پاخه عمر لرونکي ښايي تر اته ساعته کم خوب ته اړتیا ولري.

د خوب قرضداري

که چیرې یو څوک د خپلې اړتیا وړ خوب ونه کړي څه پېښیږي؟ د خپلې اړتیا وړ خوب نه پوره کولو سره موږ پر ځان د خوب هغه پور زیاتوو چې عموما یې باید پرې کړو.

د خوب ددې پور پرې کولو لپاره باید یا د ورځې په اوږدو کې وقفه يي خوب وکړو( سترګې ورولو). یا بله شپه وختي ویده شو او یا هغه خوب ته چې راباندې پور دی ځانګړی اضافي وخت ورکړو.
که چیرې موږ له هغې کم ویده شو چې زموږ وجود ورته اړتیا لري، له لاندې وضیعتونو سره مخ کیږو.

• د ورځې اوږدو کې خوبولي یوو
• ستړیا احساسوو
• په تمرکز کولو کې ستونزې لرو
• د فکر کولو ځواک مو کمزوری وي
• د حادثاتو خطر په ځانګړې توګه د ترافیکي حادثاتو خطر راته زیاتیږي
• وزن مو زیاتیږي…. او ګڼ نور

څنګه د خپلې اړتیا وړ خوب اندازه معلومه کړم؟

اسانه لاره شته چې معلومه کړې څومره خوب ته اړتیا لرې؟لاندې مرحلې تعقیب کړه:

یوه اونۍ خوب ته داسې بیله کړئ چې په کې هیڅ شي ته اجازه مه ورکوئ څو ستاسو د خوب وختونه ګډوډ کړي. د ویده کیدو یو مناسب وخت وټاکئ او همدې سره سم هره شپه په ټاکلي وخت ویده شئ.

ځان ته وخت ورکړئ څومره چې ویده کیږئ هومره ویده پاتې شئ او هر سهار د ساعت یا موبایل له زنګ ( الارم ) پرته په خپله راویښ شئ. له څو ورځو وروسته به د خوب ټولې قرضدارۍ تمامې شي او دا هماغه وخت چې ته به هغه اوسط د خوب وخت ته ورسیږې چې ستا وجود ورته اړتیا لري.

کله چې دې د خپل اړتیا وړ خوب اندازه معلومه کړئ بیا هڅه وکړئ چې د هماغې اندازې له مخې په ټاکلي وخت ویده او ټاکلي وخت ويښ شئ.

د کم خوبۍ اغیزې

دا ډیره زیاته !!! مهمه ده چې ستاسو وجود هومره خوب چې اړتیا ورته لري پوره کړي. مزمنه او اوږدمهالې کم خوبي له ګڼو داسې ستونزو سره اړیکې لري چې ستاسو صحت او روغتیا، فعالیت، بریا ، طبعه، روان او نور زیانمنوي.

دلته د کم خوبۍ څو ممکن عواقب درسره شریکوم:

• هوښیارتیا او بیداري کموي
• ستاسو د فعالیت او کار معیار خرابوي
• حافظه ګډوډوي او کمزوري کوي یې
• د درک ځواک مو کمزوری کوي
• کار ته مو زیان رسوي
• له حادثاتو سره د مخ کیدو له کبله ځان او نور خلک ټپي کولی شئ
• په وړو خبرو غوسه او قهر درځي چې روابط او اړیکې مو خلکو سره خرابیږي
• پر فزیکي روغتیا مو هم ګڼې ناوړه اغیزې کوي.

هغه خلک چې په اوږدمهاله توګه له کم خوبۍ ځوریږي ډیر کله ورته خپل وضیعت نورمال ښکاري. خو خپله ستړیا او ستوماني د ژوند په ستریس، ماشومانو، کارځای کې په فشار او یا له دوستانو او کورنۍ سره د جنجالونو له کبله ګڼي، خو دا یې هیر وي چې ددوی ټوله ستونزه مزمنه او اوږدمهاله کم خوبي دي. د داسې کسانو یو شمیر کلونه کلونه د خپلې بې خوبۍ درملنه او چاره نه کوي ځکه فکر نه کوي چې دا یوه جدي ستونزه ده. او په دې توګه خپل ټول عمر په ستړیا، غوسه او جنجالونو تیر کړي.

نوټ : که دا لیکنه درته ګټوره ښکاره شوي وي نو خپلو دوستانو سره یې شریکول له یاده مه باسئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */