د خوب؛ گټې او زیانونه

لیکنه: شمله نادري

اللهﷻ د انسان بدن داسې جوړ کړی، چې که په ټاکلې اندازه خوب ونه کړي بېلابېلې ستونزې ورته پېښېدلای شي. کم خوب کول په انسانانو کې د بېلابېلو ستونزو؛ لکه د حافظې کمزورتیا، د سر درد، له نورو سره ناسم چلند، روحي او جسمي ستړیا، په زدکړو کې شاته پاتې کېدل او دې ته ورته نورو ستونزو لامل کېدلای شي.

نو هر بالغ انسان باید په ۲۴ ساعتونو کې اته یا نهه ساعته خوب وکړي. هغه کسان چې اته یا نهه ساعته خوب کوي د هغو کسانو په پرتله چې کم خوب کوي، په خپل ژوند کې بریالي دي، ځکه دوی د خپلو کارونو د سرته رسولو لپاره په پوره توګه انرژي لري، ماغزه یې ارامه وي او د بل انسان هر ډول خبرې(ښې او بدې) زغملی شي، نو خوب د انسان د ورځني ژوند سره مستقیمه اړیکه لري.

د خوب گټې

هر انسان خوب ته اړتیا لري. هر انسان د دې لپاره چې د خپل ژوند ټولې چارې په سمه توگه پرمخ یوسي نو لومړی باید سم خوب وکړي، خوب کول بې شمېره گټې لري، چې له ځینو یې دلته یادونه کوو.

لومړی: ډېر خوب کول د ماشومانو په وده کې ډېر مهم رول لري او هغه ماشومان چې ډېر ویده کېږي په چټکۍ سره وده کوي.

دویم: خوب کول انسان له رواني ناروغیو ژغوري.

درېیم: خوب کول د دې لامل کېږي چې د انسان ټولې جسمي یا بدني ستړیاوې له منځه لاړې شي.

څلورم: خوب کول په انسانانو کې د ښکلا، جذابیت او تازگۍ لامل کېږي.

مخکې له ویده کېدو باید څه وکړو؟یو شمېر کارونه دي، چې له ویده کېدو وړاندې یې باید ترسره کړو.

لومړی: وړاندې تر دې چې ویده شو، باید له خوب نه نیم ساعت مخکې هېڅ هم ونه خورو، ځکه چې له خوب څخه مخکې خوراک دې بیلابیلو ستونزو لامل کېږي، له همدې امله نه شوو کولای چې ارامه خوب وکړو.

دویم: تر خوب کولو مخکې مطالعه د دې لامل کېږي چې ښه خوب وکړو.

درېیم: د خوب خونه مو باید په داسې ځای کې وي، چې هلته گڼه گوڼه لږ او یا بېخي نه وي.

څلورم: له ویده کېدو مخکې باید ټول څراغونه خاموش (گل) کړو، که دا کار شونی نه و، نو سترگې مو باید په یوه دستمال بندې کړو.

پینځم: له ویده کېدو مخکې باید د خوب جامې واغوندو.

شپږم: له ویده کېدو مخکې د یو گیلاس شیدو څښل گټه لري.

ډېر خوب کول سره له دومره گټوو ځينې زيانونه هم لري؛ لکه د ستړیا احساس، هغه کسان چې له حده ډېر ویده کېږي تل د ستړیا احساس کوي. د ژوند په ډېرو چارو کې شاته پاتې وي. او ان تر دې چې هغه کسان چې ډېر ویده کېږي امکان لري، چې په ژورخپکان او داسې نورو ناروغیو اخته شي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ