د خلکو په څهرو بې غرضه موسکا یو ښکلی احساس او غوره نیکي ده

د یو ځوان نقل دی:
چې یوې بوډۍ میرمنې خپل ټول عمر په کلیو و بانډو کې تېر کړی و. د لومړي ځل لپاره په الوتکه کې سپره وه. د خپلې لور او زوم لیدو لپاره ښار ته تلله. هغه په الوتکه کې زما تر څنګ سېټ ته کښېناستله.
د الوتکې عملې (خدمې) خواړه راوړل. هغې د لومړي ځل لپاره دا ډول خواړه لیدل. نوموړې لومړی د ځانګړي نسج (ټوشو پیپر) پاکټ خلاص کړ او په خوړلو یې پیل وکړ، خو ډېره ژر پوه شوه، چې تېروتنه یې وکړه.خجالت شوه او په نېم کښو سترګو یې ماته کتل. ما هم ځان ناګاره کړ، چې ګوندي ما هېڅ ونه لیدل.
 بیا د څو ثانیو وروسته ما هم د کاغذ دسمال کڅوړه  خلاصه او کاغذ  مې خولې ته کړ. هغې په ​​لوړ غږ وخندل او زما لاس یې ونیوه. ما ورته وویل چې؛  مور جانې، ایا ته پوهېدي چې دا د خوراک څېز نه دی، نو ولې دې ماته مخکې نه ویل؟ مېرمنې راته کړه:  ما هم مخکې پدې ګمان وژوه چې ګوندې دا به د خوړلو څه وي، ما هم  دمخه نه پیژانده.
ـ ـ ـ
– که څه هم هغه پدې پوهیده،  چې دا کاغذ دسمال دی ، هغه پوهیده، چې څو ساعته وروسته دا سفر ختمېدونکی دی، هغه پوهېده چې دا سپین سرې مېرمن د ده هېڅ نه کېږي، خو بیا هم دې ځوان پدې لنډ سفر کې نوموړې سپین سرې مېرمن خجالت نه کړه او سفر یې ور خوندور کړ.
ـ موږ ته وګورئ، چې تل د نېمګړتیاوو په لټه کې یو!
پدې لټه کې یو چې څنګه یو انسان ټیټ وښیو؟ څنګه او په څه څوک شرمنده او خجالت کړو؟! د څه پیغور باید ورکړو؟!
موږ دومره منفي ګرا شوي یو، چې د تحقیر او توهینه مو هېڅ خواږه او هېله بښوونکي خبرې/ رویې نه زده. د پلار د کردار پیغور به یې اولاد ته ورکوو، چې پلار دې خاین و/ دی، رشوت خور دی، مجرم دی.
دا لا پرېږده حتا د خالق پر برخه او ورکړه کې به هم خبرې کوو؛ څومره بدرنګه یې، زوړ یې، چپ سترګی، شین سترګی، لوړ/ ټيټ، چاغ/ ډنګر، تور/ سپین، مالداره او غریب یې.
کله مو فکر کړی، چې دغسې فکر او عمل پاللو نتیجه به څه وي او یا زموږ لاس ته څه پرې راځي؟!
کله چې کوم خیر او ګټه نه راته پرې رسي، بیا ولې مثبت ګِرا ونه اوسو؟
که د یو چا د زړه خوشالولو او هېلې ورکولو لپاره دروغ هم ووایو ثواب دی، د انسان زړه ساتل د الله تعالی خوښول دي.
د خلکو په څهرو بې غرضه موسکا یو ښکلی احساس او غوره نیکي/مهرباني ده.