د حضرت محمد (ص) په اړه د لوېدیځو پوهانو نظریات

د حضرت محمد(ص) د شخصیت او رښتینولۍ په اړه د نړي ډېریو نامتو پوهانو خپل نظریات وړاندې کړي. ځينو یې عقده‌يي چلن کړی او ځينو یې له دیني اختلاف پرته د شخصیت ټولې ښېګڼې ستایلي او ترې منکر شوي نه دي. په دې لړ کې مو د نړۍ د ځينو هغو پوهانو نظریات راخیستي چې مسلمان نه وو؛ خو د حضرت محمد(ص) مسلمان شخصیت هغوی اغېزمن کړي وو.
۱- لیون تولستوی: په دې کې هېڅ شک نشته چې حضرت محمد( صلی الله علیه وسلم) د نړۍ له سترو مصلحانو څخه و. هغه مصلح چې بشریت ته یې بې شمېره خدمتونه وکړل. هغه ته همدومره ویاړ بسنه کوي چې یو خونړی او وحشي ملت یې د هغوی له خرابو او ناوړو عاداتو لرې کړل. داسې حال کې چې عادي کس نشي کولی په داسې هیښنده ډول اقدام وکړي او نتیجه ترې واخلي؛ نو حضرت محمد(ص) د هر ډول درناوي او اکرام وړ دی. د اسلام شریعت د دې له امله چې له عقل او حکمت سره توافق لري، ډېر ژر به درسته نړۍ ونیسي.
۲-فرانسوا ولټر: فرانسوي عالم ولټر په ( د ولټر کلیات) کتاب کې لیکي: « بې شکه چې محمد صلی الله علیه وسلم ستر انسان و. په خپل شاوخوا کې یې ستر کسان وروزل. هوښیار قانون جوړوونکی، د نړۍ ستر فاتح، عادل حاکم او پرهیزګاره پیغمبر و. هغه داسې کس و چې د نړۍ تر ټولو ستر انقلاب یې جوړ کړ».
۳-ویل ډورانټ: « که په خلکو کې د دې ستر انسان اغېز وګورو، باید ووایو چې حضرت محمد(ص) د نړۍ د تاریخ تر سترو انسانانو ستر انسان و. هغه داسې کس و چې غوښتل یې د هغه قام مالومات زیات کړي چې د تودوخې د شدت له امله په دښتو کې په توحش کې وو. په دې برخه کې یې داسې توفیق وموند چې د نړۍ تر ټولو توفیقونو زیات و. پرته له هغه ډېر لږ خلک ښايي پیدا شي چې ټولې هیلې یې د دین له لارې پوره کړې؛ ځکه پر دین یې باور درلود.
د نړۍ له بت لمانځونکو  او خورو ورو قامونو یې واحد امت جوړ کړ. د یهود، مسېح او پخوانیو عربي دینونو څخه یې غوره دین جوړ کړ چې بنسټ یې قومي معنویات، زړورتیا او ټينګښت و. چې په یوه کال کې په سلګونو نظامي جګړو کې بریالی شو. په یوه پېړۍ کې یې ستره امپراطوري جوړه کړه. دا هغه اړین قوت دی چې اوسمهال پر نیمه نړۍ نفوذ لري».
۴-مهاتما ګاندي: « ښايي جالبه وي که پوه شئ، تر ټولو غوره کس چې پرته له کوم ممانعته یې د ملیونونو وګړو په زړه کې ځای کې جوړ کړی، ( محمد ) دی. له همدې ځایه ما ومنله چې دا توره نه وه چې په هغه وخت کې ډېر خلک ځان ته تسلیم کړل. (محمد) ډېر ساده ژوند کاوه. د نورو پیغمبرانو غوندې تقواداره وو. خورا زیات امین و. د ملګرو/پیروانو  پر وړاندې سرښندنه، زړورتیا، په شخصي رسالت کې پر خدای (ج) باندې مطلق توکل یې له ځانګړنو څخه وو. هغه له دې ځانګړونو مخکې هم په هېڅ ډول د خنډونو لرې کولو په پار، توره نه کاروله».
۵-ډاکټر ګوسټاوبولون: « که چېرې وغواړو د نړۍ د سترو انسانو ستروالی د هغوی د کړنو او اثارو له مخې وسنجوو، باید ووایو چې حضرت محمد(ص) تر دې ټولو غوره او نامتو سړی و. پخوانیو مورخینو ځکه د ده کړنو ته ارزښت نه ورکاوه چې مذهبي تعصب یې لاره؛ خو اوسني دور کې مسیحي مورخین دې ته چمتو شوي چې په دې اړه په انصاف خبرې وکړي».