د حضرت علي(رض) له نظره هوښیار څوک ده؟

حضرت علي رضي الله عنه هوښیار مومن هغه څوک بولي، چې دا لاندې ځانګړنې ولري:

۱ـ د غوسې پرمهال له زغم څخه کار اخیستل

۲ـ د وېرې او وحشت پر وخت صبر کول

۳ـ د شتمنۍ درلودلو پرمهال اعتدال او میانه روي ساتل

۴ـ د ژوند ستونزو او سختیو پر هر حال تقوا کول، او پر دې ډاډه کېدل چې هر څه د الله له لورې دي

۵ـ صله رحمي

۶ـ له جنګ او جګړو څخه د ځان ساتنه.

حضرت علي(رض) وایي:

«له ملګرو سره داسې اوسه لکه مالګه، چې مالګه په خوړو کې ښکاري نه، خو که چېرته نه وي نو تشه یې احساسېږي.»

په نړۍ کې ناکام هغه څوک نه دی، چې په الله (ج) پورې یې زړه تړلی وي او د دنیا کاروبار کې د الله (ج) رضا لټوي، بلکې ناکام هغه دی، چې خپلې ټولې هیلي او امیدونه یې په دنیا پورې تړلې وي.
د یوه مومن تر ټولو غوره او ښه عمل دا دی، چې د نورو پر وړاندې زغم او حوصله ولري، او د خلکو له تېروتنو تېر شي.
کله چې څوک واک ترلاسه کوي، نو له نورو ورته ځان لوړ بریښي، او د کبر او غرور حس یې په وجود کې پیاوړی کېږي. خو دا په یاد ولرئ، چې دنیا د یوه مار په څېر ده، چې کله یې لمس کوئ نو نرم وي، خو دننه له زهرو ډک وي.
کله چې انسان خپه شي، نو په زړه کې یې د کرکې اور بل شي، ډېرې د خپلو ستونزو او کړاوونو څخه هر چاته ګیله کوي، خو دا مه هېروئ چې خپګان په غلي پاتې کیدو سره کمېږي، په صبر او زغم سره ختمېږې، او په هر حال د الله(ج) شکر ایستلو سره په خوښۍ بدلېږي.
کرکه د انسان په زړه کې لېونتوب رامنخته کوي. او د هر سړي ارزښت د هغه شخص په هنر کې وي.

وروستي مطالب