اپریل 19, 2021

د حج او اوقافو وزارت: لا هم د راتلونکي حج برخلیک معلوم نه دی

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې لا هم د راتلونکي حج برخليک نه دى معلوم او نه هم سعودي په دې اړه کوم خبر ورکړى دى.

په نړۍ کې د کرونا وبا له امله تېر کال هم په سعودي عربستان کې د حج مراسم په ډېر محدود ډول ترسره شول او يواځې څو زره سعوديانو ته د حج مراسمو پر ځای کولو اجازه ورکړل شوې وه.

د افغانستان د حج اوقافو وزارت وياند فضل محمد حسيني وویل، هر کال د سعودي عربستان حکومت له اسلامي هېوادونو څخه پلاوي دغه هېواد ته غواړي، څو د حج مراسمو او نورو اړينو موضوعاتو په تړاو ورسره خبرې اترې وکړي.

هغه زياته کړه چې دغه پلاوي په سعودي کې له خصوصي شرکتونو سره د ترانسپورټ، استوګنځای او خوړو په اړه قراردادونه کوي.

خو هغه وايي چې تر اوسه له افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو سره په دې اړه د سعودي حکومت له خوا هېڅ اړيکه نه ده نيول شوې او نه هم هغوى تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه کړې ده.

د حسيني په وينا، داسې اندېښنې شته چې سږ کال به يو ځل بيا حج په محدود ډول ترسره شي.

د یادونې ده چې سعودي عربستان تېر کال د کرونا د ناروغۍ له کبله د حج ټول مراسم ځنډولې وه.

تېر کال هم سعودي عربستان اعلان کړی و، چې سږ کال به د کرونا ویروس د خپریدو له کبله یوازې محدود شمیر سعودي میشته اتباع کولی شي د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

هیره دې نه وي چې تېر کال د سعودي او بهرنیو هیوادونو شاوخوا ۲،۵ میلیونه کسانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی وو.

هر کال څه باندې دوه میلیونه تنه حاجیان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته سفر کوي.