د حافظې د علاج ساده چاره کشف شوې

ژباړه/ نسيمه محمدي

د عامه روغتيا د ( NINDS) انستيتيوت پوهانو، د زده کړو په جريان کې يوه مطالعه ترسره کړه او دا يې څرګنده کړه چې د لوست پر وخت لنډه دمه څومره ګټوره ده.

يوې څېړونکې ډلې چې سرپرستي يې لٸوناردو جي کوهن، د (NINDS) عامه روغتيا انستيتيوت د اعصابو او مغز د اختلاطاتو ملي انستيتيوت ارشد څېړونکى، د مغزو او اعصابو د متخصصينو کشفيات په Cell Reports مجله کې خپرې کړې.

ويل شوي چې ماغزه په منظمه توګه د استراحت پر وخت په تکراري او چټکۍ سره د اطلاعاتو خاطرې يا د تازه زده شويو طريقې په ياد راوړي. هر څو چې شخص د استراحت پر وخت معلومات په ياد راوړي، په ښه توګه يې جذب او کاروي. يوې څېړنه کې چې ٣٣ سالمو کسانو ګډون کړى وو، څېړونکو يې مغزي فعاليت چې د نوي مهارت د زده کولو سره رامنځته کېږي، وپېژنده.

وويل شول، چې لنډې دمې/ وقفې د زده کولو ګټورې لارې دي. روښانه شوه چې د استراحت پر وخت، د داوطلبانو مغز په چټکۍ او پرله پسې ډول، د ژوند تجزيه د زده کړو له لارې توليدوي، او په ښه توګه يې جذبوي.

نوموړي زياته کړه، چې د لنډې دمې پر وخت د عصبي مثل توليد درک، نه يوازې دا چې د زده کولو چاره ښه کوي، بلکې د ناروغانو سره د عصبي ضربې يا مغزي سکتې له امله د لاسه ورکړو مهارتونو په بيا رغونه کې مرسته کوي. ”

” زموږ پايلې له دې امر پلوي کوي چې له خوب څخه ويښېدل په هماغه اندازه چې د يوه نوي مهارت په زده کړه کې مهم رول لري. ليدل کېږي دا هغه دوره ده، چې زموږ مغز د هغه څه خاطرات چې وړاندې مو تمرين کړي، خلص او ټينګوي.”

څېړونکو روښانه کړه په زده کړو د شپني خوب د ارزښت په اړه څرګندونې، چې په ترڅ کې يې معلومات له لنډمهاله حافظې څخه اوږدمهاله حافظې ته لېږل کېږي، په سم ډول پاتې کېږي او نوى کشف ښيي، چې د ويښېدو پر وخت، د لنډمهاله وقفو ليدلو په شرط، ماغزه د ٢٠ – ٢٥ برابره چټکتيا سره جدي معلوماتو په وړاندې کولو، د ازمايښتي چارو ښه والى دى. څېړونکي ليکي: “دا ښيي چې د ويښتيا پر وخت، مغز پر يوه نوي مهارت د برلاسۍ لپاره خاطرات سره راټولوي.”

د توليد مثل فعاليتونه زياتره د مغز په حسي- حرکتي برخه کې چې حرکت/ خوځښت کنټرولوي، پېښېږي. سره له دې، د هيپوکامپ او انټورينال پوړ( د مغز د قشر يوه برخه په ټيمپورل لوب کې او د هيپوکامپ د جوړولو اړوند) فعاليت کې، وليدل شول.” موږ د دې وروستيو پايلو څخه لږ حيران شولو. په دوديز ډول باور پر دې وو، چې هيپوکامپ او د انټوريال پوړ په رويه اي حافظه( يو ډول اوږدمهاله او ناخود اګاه حافظه) کې اساسي رول نه لري. خو زموږ پايلې ښيي، چې دا ساحې د مهارت د زده کولو پر مهال په چټکۍ سره، پر حسي- حرکي قشر اړيکه جوړوي.”

وړاندې له دې، ارواپوهانو د کورونا وبا وروسته د ښه خوب درلودلو په اړه خبرې کولې. کارپوهانو څرګنده کړه، چې د شپې/ ورځې رېتم کې اختلاطات هم په کوويډ-١٩ ناروغانو او هم په هغو کسانو کې چې انتان څخه د بچ کېدو په خاطر کورونو کې دي، ليدل شوي. د شپني خوب د ښه والي لپاره، چې د اروايي سلامتيا لپاره اړين اصل دى، ارواپوهان سپارښتنه کوي، د ناسالمه عادتونو له منځه وړلو لپاره، له خوب وړاندې د وسايلو کتل(ټلويزيون/ موبايل) يا اوږد فکر کول، د شناختي- چلنديزې درملنه سره بايد مخ شي.

وروستي مطالب