مارچ 3, 2021

د جونز له نظره: لوبغاړو ته پېسې مهمې دي، که د هغوی ژوند؟!

ليکنه:سمیع الله درانی
د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې سوداګریز لیګونه، سیریزونه او نړیوال جامونه ترسره کېږي، چې دغو لوبو کې لوبغاړي د پېسو په بدل کې لوبېږي.
خو دغو هېوادونو کې بیا ځېنې هېوادونه داسې دي، چې هلته د لوبغاړو تګ د هغوی د مرګ او یا هم ټپي کېدو سبب کېږي.
په هغو هېوادونوکې چې امنیتي وضعیت خراب وي، هلته بیا د لوبو ترسره کولو لپاره لومړی نورې نړیوالې لوبډلې او لوبغاړي زړه نه ښه کوي، چې ورشي او لوبې پکې وکړي؛ که ځېنې لوبډلې له اوږدو مذاکراتو وروسته د لوبې لپاره زړه ښه کړي؛ نو بیا ورته په ناامنه هېوادونوکې کلک امنیتي تدابیر نیول کېږي، له لوبغالي سره نږدې لارې بندېږي او عامو خلکو ته په تګ راتګ کې ستونزې پېدا کېږي.
که څه هم افغانستان کې شپږیزه لیګ په بریالیتوب سره ترسره شو؛ خو بیا هم ځېنې وختونه لار بندیو عوام په عذاب کړي وو.
بل پلو زمونږ ګاونډی پاکستان هم د بهرنیو لوبډلو لپاره ډېر خوندي ځای نه دی؛ هلته هم نړیوالې لوبډلې په ډېرې سختۍ زړه ښه کوي، چې لوبې وکړي.

له ۲۰۰۹ م کال راهیسې په پاکستان کې لوبې بندې شوي دي او د کرکټ نړیواله شورا په ډاډه زړه اجازه نه ورکوي، چې لوبې ترسره شي.
خو پاکستان تل هڅه کړې، چې په یو ډول نه یو ډول د کرکټ لوبې بېرته خپل هېواد ته راستنې کړي او خلک یې ورسره هم په سوداګرۍ او هم په تفریح کې اسوده شي.
ډين جونز وایي لوبغاړو ته له پېسو ګټلو خپل ژوند ډېر مهم دی

خبره دا ده، چې د اسټرالیا اوسني کرکټ مبصر او پخواني لوبغاړي ډین جونز تازه ویلي، چې پاکستان ته هغه لوبغاړي ځي، چې تر ځان ورته پېسې ډېر اهمیت ولري.
جونز د سریلانکا د سفر پرمهال د پاکستان د امنیتي ځواکونو د سختو امنیتي تدابیرو په اړه هم څرګندونې کړي دي.
نوموړي ویلي چې دا یوه مسخره ده، چې پاکستان په داسې حالاتو کې لوبې کول غواړي، چې امنیتي تدابیر یې تر بېړني حالت څخه هم سخت وي.
ډین جونز دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې سریلانکا یو ځل بیا غواړي د ډېسمبر په میاشت کې پاکستان ته د ټېسټ لوبو لپاره سفر وکړي.
۲۰۱۵ م کال کې زِمبابوې او ۲۰۱۷ م کال کې نړیوالې یوولس کسیزې غوره لوبډلې پاکستان ته سفرونه کړي وو.
۲۰۱۹ م کال کې یو ځل بیا سریلانکا د سختو امنیتي تدابیر په ترڅ کې لاهور او کراچۍ ښارونوته په ډار او وېرې سر ورښکاره کړ.
جونز د شنبې په سهار د سېډني سهارنۍ ورځپاڼې سېډني مارنېنګ هېرالډ ته په خپل کالم کې لیکلي، چې نن ورځ لوبغاړي د دې شول، چې په سختو امنیتي تدابیرو کې د بم، ډزو او بریدونو په وېره کې لوبو ته ځي.
د هغه اشاره د پاکستان امنیتي تدابیرو ته وه، چې د سریلانکا لوبډلې ته یې د اکټوبر په میاشت کې نیولي وو.
دغه کرکټ مبصر په خپل کالم کې لیکلي، « چې لوبغاړي په خپلو خونوکې داسې اوسېدل، لکه بندیان؛ بهر نه شو وتلی.
د ډین جونز په خبره لوبغاړوته د پاکستان سوپر لیګ د نیمه پایلوبو او پایلوبې پرمهال روحي ستونزې پېدا کېدې او لوبغاړي ډېر محدود وو.
هغه دا اداعا هم کړې ده، چې په تېر پاکستان سوپر لیګ لوبو کې ډېری مهمو لوبغاړو ته لوړې پېسې ورکړل شوې وې، چې دغه لیګ کې پاکستان ته سفر وکړي او لوبې وکړي.
په هر حال ورزش د سولې پېغام او د بدني روغتیا لپاره یوه اړینه وسیله او لاره ده، چې هر ځای کې ورزش وي؛ مونږ افغانان پرې خوښ یو، پاکستان او افغانستان دې امن شي، چې دلته نړیوالې لوبډلې وګورو او خپل هېواد کې له لوبو خوند واخلو.