Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د جوفرا ارچر په اړه د ډیل سټین اټکل په واقعيت بدل شو!

ليکنه: سميع الله درانی

د سویلي افریقا چټک توپ اچوونکي ډیل سټین په ۲۰۱۷ م کال کې ویلي وو، چې یوه ورځ به جوفرا ارچر د لیدلو وړ بالر وي.

هغه ویلي و « زه سترګې په لار یم، چې دا ماشوم به یوه ورځ ځانګړی وي».

همداسې وشول په ویسټ انډیز کې زېږېدلی تور پوستی انګلستانی، لومړی له سي پي ایل لیګ لږ څه مشهور شو، بیا د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې له هوبرټ هرېکېنز لوبډلې سره د مثبت لوبېدو له امله خورا وځلید او د نورو نړیوالو لیګونو پام ور واوښت.

په ۲۰۱۸ م کال کې د هندوستان په سوداګریز لیګ کې له راجستان لوبډلې سره ولوبېد او د اغېزناکې لوبې له کبله په ۲۰۱۹ م کال کې هم راجستان رویالز لوبډلې وپېره.

هغه په دې لوبډله کې له غوره کارکرده ګۍ وروسته، د انګلستانۍ لوبډلې د اوسني لوبډلمشر ایئن مورګن پام ځانته ور واړاوه.

مورګن په خپل کرکټ بورډ او سېلېکشن کمېټې پسې شله شو، چې ارچر لوبډله کې ومني او د اصولو له مخې یې په نړیوال جام کې شامل کړي.

همداسې وشول، له نړیوال جام وړاندې د جولای په پنځمه نېټه د پاکستان خلاف لوبلړۍ کې د انګلستان په ګټه ولوبېد، هلته یې له لاسته راوړنو ډکې لوبې نندارې ته وړاندې کړې.

په نړیوال جام کې یې چټکې توپ اچونې، توپ وهونکي ووېرول، د ده په شتون کې انګلستان یو ستونزمن نړیوال جام وګاټه او سوپر اوورکې یې له ۱۶ منډو د یوې بونډري په کمبود سره دفاع وکړه.

اوس د اسټرالیا خلاف اشېز پنځه ټېسټ سیالیو کې د انګلستانۍ لوبډلې برخه دی.

لومړۍ لوبه انګلستان په ۲۵۱ منډو وبایلله او دوهمه لوبه کې د جوفرا ارچر توپ اچونې کانې وکړې، د دوهمې ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ یې د اووه اویایم اوور په دوهم توپ د اسټرالیا خطرناک توپ وهونکی سټیف سمېت په څټ کې وویشت او په پیچ کې یې راڅملاوه.

وروسته یې لبوس چېنج په نامه اسټرالیایي لوبغاړی وویشت او سپيډ یې اسټرالیایي توپ وهونکي له ستونزو سره مخ کړل.

ارچر په دوهمه ټېسټ لوبه کې په لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه کې ۲۹ اورونه وکړل، ۱۱ اورونه یې مېډن کړل، ۵۹ منډې یې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې.

دوهمه پاڼۍ توپ اچونه کې یې ۱۵ اورونه وکړل، ۲ یې مېډن کړل، ۳۲ یې منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخېستې.

د ده د ویشتلو له کبله سمېت لا هم سم روغتیایي حالت نه لري او د اګسټ په ۲۲ مه نېټه له دریمې ټېسټ لوبې څخه بهر شوی دی.

درې کاله وړاندې ډیل سټین د ارچر په اړه ویلي و، چې هغه به یو ورځ خطرناک بالر وي او همداسې وشول اوس نوموړی د نړۍ یو غوره بالر بلل کېږي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی