سپورټ نړیوال کرکټ

د جوفرا ارچر بې رحمه بونسر، سټيف سمېت په پیچ کې چپه کړ.

ليکنه: سمیع الله درانی

جوفرا ارچر چې په ویسټ انډیز کې زېږېدلی او اوس له انګلستانۍ لوبډلې سره یوځای شوی، د ۲۱ مې پېړۍ ډېر خطرناک او د زیاتې فطري وړتیا درلودونکی بالر دی.

جوفرا ارچر د اګسټ په ۱۷ مه نېټه د کرکټ په کور لارډز لوبغالي کې د اسټرالیا غوره کرکټ توپ وهونکی سټیف سمېت په خورا خطرناک بانسر توپ په څټ کې وویشت او په پیچ کې یې راڅملاوه.

سمېت په پیچ کې اوږود وغځېد، چې بیا ډاکټرانو له پیچ څخه بهر کړ؛ سمېت چې کله له لوبغالي بهرکېده، اسټرالیایي لوبغاړو ورته دمه ځای کې چکچکې وهلې.

د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ هر کال پنځه ټېسټ سیالۍ د اشېز په نامه ترسره کېږي، دا خورا تاریخي ټېسټ لوبې دي، دا سیالۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ له ۱۸۷۶ م کال راهیسې روانې دي، چې یو کال اسټرالیا او یو کال انګلستان کې کېږي.

تر دې دمه ۳۳۰ ټېسټ لوبې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شوي، چې ۱۶۷ یې اسټرالیا کې او ۱۶۳ یې د انګلستان په کوربتوب شوي دي.

په دې سیالیوکې ۱۳۴ لوبې اسټرالیا او ۱۰۶ انګلستان ګټلي دي، ټول ۷۰ سیریزونه شوي دي، چې ۳۵ اسټرالیا او ۳۵ بیا انګلستان کې شوي دي.

دا د ۲۰۱۹ کال اشیز سیالیو دوهمه ټېسټ لوبه ده، چې سمېت پکې د ارچر له خوا راچپه شو، لومړۍ لوبه اسټرالیا په ۲۵۱ منډو ګټلې وه.

سټیف سمېت د لوبې په څلورمه ورځ خورا محکم ولاړ و او د وېکټې ورکول یې خیال کې نه و.

نړیوالو بیا د جوفرا ارچر د پیل لوبو ننداره خوښوله او ډېری انګلستانیانو توقع لرله، چې سمېت له مخې پورته کړي.

سمېت له لګېدو وروسته چې کله یې طبیعت جوړ شو بیا لوبې ته راغی ۹۲ منډې یې وکړې او بالاخره د کرېس ووکس په توپ کېچ اوټ شو.

انګلستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۸ مندې وکړې؛ خو اسټرالیایي لوبغاړي په ۲۵۰ منډو وسوځېدل.

انګلستان دوهمه پاڼۍ کې ۸۹ منډې کړې وې او ۴ لوبغاړي یې اوټ وو، انګلستان په اسټرالیا ۹۷ منډې ور اړولي او ۶ لوبغاړي له ځان سره لري.

سمېت له دې وړاندې په همدې لوبه کې د جوفرا ارجر له خوا په لاس ولګېد او خوږ شو، خو وروسته یې بیا لوبې ته دوام ورکړ او د ۷۷ اویایم اوور په توپ یو ځل بیا ولګېد، د سمېت غورځېدلو اسټرالیایانو ته د فېل هوفز د مړینې صحنه ور په زړه کړه او خورا وترهېدل.

فېل هوفز هم د اسټرالیا لوبغاړی و، چې په توپ له لګېدو وروسته روغتون کې ومړ.

نو د سمېت ټپي کېدو په اسټرالیایانو ګرمه تبه تېره کړه، ډاکټران لوبغالي ته راغلل او انګلستاني لوبغاړي د سمېت غمرازۍ ته راټول شول.

کله چې سمېت په څټ کې ولګېد هغه ۸۰ منډې کړې وې او د ټپ امله رېټایر شو؛ خلکو فکر کاوه چې هغه به بیا د لوبې تر پایه راستون نشي.

خو نوموړی ډېر ژر بېرته راښکته شو او لوبه یې پیل کړه، دا ځل یې یواځې دولس منډو پورې مقاومت وکړ او بیا اوټ شو.

د کرکټ مینوالو په ټوېټر زیات غبرګونونه ښودلي:

وایمل راوات لیکلي، زه دې پېښې ته بیخي بې ځوابه شوم.

سام ناتېسټ لیکلي زما خدایه دا څومره چټک توپ و.

جیمي نېشم لیکلي قسم دی چې دا به زمونږ ترمنځ پاتې خاطره وي.

لېسا په نامه د کرکټ مبصره وایي لګېدلی سمېت دی او د ناروغۍ احساس زه کوم، د هغه لپاره دعا وکړئ.

این بېشاپ چې ویسټ انډیز خوږژبی کرکټ مبصر دی وایي په رښتیا هم دا صحنه د لیدلو نه ده.

مېچل وافګن بیا د ارچر صفت کړی، هغه یې له لاسته راوړنو ډک لوبغاړی بللی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی