د جاذبې قوه د قران له نظره !

ایا تاسو پوهیږٸ دغه وخت چي تاسو دا لیکنه لولٸ، دغه وخت زموږ ځمکه د لمر په شاوخوا ۳۰ کلومټره في ثانیه سرعت سره څرخي، کومه حیرانونکې خبره نه ده مګر په دې باندې پوهېدو سره به تاسې حتما حیران شٸ، چي دغه سرعت تر ټولو تېز ترینه د مرمي له سرعت څخه هم ۷۰ وارې زیات دی، مګر تاسو او ستاسو د شاوخوا اجسام دا سرعت لږ څه هم نشي محسوسولای. د دا ډول سرعت سره سره هر یو شی په خپل ځای قایم دی، خو باید داسې وای چي په دغه سرعت سره هر شی په هوا کېداى او په خلا کې یو ځای له منځه تللى وای. دا سرعت يوازې د ځمکې نه دی، ځمکه خو د خپل محور په شاوخوا ۴۶۵ مټره في ثانیه سرعت سره څرخي، مګر موږ دغه څرخ یا حرکت لا محسوسولای نشو.
ایا تاسو یو وخت فکر کړی چي داسې ولې کېږي؟داسې ولې وي؟ ایا داسې طاقت شتون لري، کوم چې دغه نظام يې سمبال کړی او دا ښکاري نه، مګر شتون يې موږ احساسولای شو.
د دغه ټولو پوښتنو ځواب يو دى او هغه د جاذبې قوه ده، کومه چې هر څیز د ځمکې سطحې ته راکشوي او د دې امله د لمر په څېر دروند ستورى او نور سیارات په کنټرول کولو سره په خپل مدار کې ساتي. یوه په زړه پورې خبره دا ده چي د ستورو، کهکشانونو او داسې نورو اجسامو پیدایښت هم د دې په واسطه شوي دي. د هر کهکشان په مرکز کې یو غټ تور غار/ سورى شتون لري، د کوم د جاذبې قوې له امله ټوله کهکشان د ده په شاوخوا څرخېدو ته مجبور وي. دا ډول زموږ د شیدو لار کهکشان په مرکز کي هم یو تور غار/ سورى شتون لري کوم Sagittarius a په نامه یادېږي. نو موږ دا ویلای شو چې دا د جاذبې قوه یوه داسي نه ښکارېدونکې قوه ده، کوم چي زموږ کاینات يې رامنځته او له دې پرته زموږ د کایناتو دغه نظام د یوې شېبې لپاره به هم پاتې نشي، ځکه چي دغه قوې د ټوله کاينات نظام د الله(ج) په امر سره سمبال کړی دی.
که چېرې په ساده الفاظو درته ووایم نو جذب د دوو اجسامو تر منځ پیدا کېدونکې یوه قوه ده. د کومې له امله چي دوى یو بل سره کش/ جذبوي. هر څومره غټ جسم چي وي د هغه کتله چي هر څومره زیاته وي نو د هغه جاذبې قوه به هم هغومره پیاوړې وي لکه د ځمکي جاذبې قوه چي تر سپوږمۍ پوري شتون لري او سپوږمۍ د دې په واسطه د ځمکي په شاوخوا یو مدار کې راڅرخي. خو د دې برعکس لمر د جاذبې قوه د شمسي نظام تر ټولو سیاراتو پوري شتون لري په کوم کې چي ځمکه هم شامله ده ولې چي لمر په جسامت کي زموږ له ځمکي څخه ۱۳۰۰۰۰۰ وارې غټ دی او د ټوله شمسي نظام ۹۹ فیصده کتله په لمر پورې اړه لري. ایا تاسو د یوې شېبې لپاره فکر کولای شٸ، که کله دغه د جاذبې قوه يو دم کار پرېږدي څه به وشي، راځٸ چي د دغه تصور پیل زموږ له ځمکي څخه وکړو.

د جاذبې قوې ختمېدو وروسته به انسانان په ځمکه حرکت نشي کولای، بلکې په هوا به وي. زموږ د خوړو هضمولو سیسټم به کار کول پریږدي. نباتات به شنه ننشي. د ځمکي چاپېریال/ محیط به د ځمکي په شاوخوا حرکت ونه کړي د کوم له امله چي باران، موسم او ځمکي اوزون طبقه چي ځمکه د لمر له طوفانو او خطرناکه وړانګو او بهرنيو مسلسل خطراتو لکه شمسي څپو او ډبرو څخه ساتي دا ټول به ختم شي. بیولوژیکل پروسیس ختم کېدو له امله به ځمکه کي ژوند پای ته ورسېږي. هر څه به د پخوا په څېر نورمال نه وي، هر څه به بې نظمه او وران شي.
د دغه قوې د کشف کولو جایزه نیوټن ته ورکول کیږي کوم چې په ۱۷ پېړۍ کې په خپل سر باندې د یوې مڼې په لوېدلو سره په دغه فکر کې شو چي داسې ولې کېږي او همداسې د ساینس په نړۍ دغه مفکوره لومړي ځل لپاره وپېژندل شوه او په دغه باندې زیاته څېړنه وشوه، مګر حقیقت دا دی چې د نیوټن څخه هم ۷۰۰ کاله مخکي یو مسلمان ساینس پوه ابن الهېثم په خپلو کتابونو کي د دې قوې ذکر يې کړی دی مګر د جاذبې په نامه سره نه، مګر ايا تاسو پوهېږٸ چې له نن څخه ۱۴۰۰ کاله مخکې د قرانکریم په سورتونو کې هم د دغه قوې ذکر شوی دی. دا هغه وخت وو کله چي نړۍ د دغه قوې له نامه سره لا اشنا نه وو. په هغه وخت کې د خلکو تصور تر لمر او سپوږمۍ پورې وو. په صورت المرصلات د ۲۵ څخه تر ۲۷ ايت پورې الله(ج) فرمایلي:
ألم نجعل الأرض کفاتًا
أحیاءً وأمواتاً
وجعلنا فیها رواسيَ شامخاتٍ وأسقیناکم ماءً فراتًآ

ترجمه: ایا موږ ځمکه راغونډوونکې ساتونکې نه ده ګرځولې، د ژوندیو او د مړو لپاره. په هغې کې مو دنګ او لوړ غرونه ښخ ودرول او پر تاسو مو خوږې اوبه وڅښلې.
ګرانو لوستونکو په دغه مبارک ايت کې د کفاتًا په لفظ فکر وکړي، د کوم مانا چې راغونډوونکی دی، یانې په خپل شاوخوا باندې راکښولو والا یا راغونډولو والا. دا تر ټولو په زړه پورې الفاظ دي د جاذبې قوې تشریح کولو لپاره. په ورپسې ایات کې له ژوندیو او مړو مراد انسان او بې ساه اجسام، د کوم په داخل کې چې فضايي ډبرې او سپوږمۍ غوندې اجسام شامل دي، چي ځمکې په ټینګه توګه نیولي/ سمبال کړي دي. دا الفاظ د شیانو د راټولو علاوه د دوى د جذبولو لپاره هم استعمالېږي،کوم چي نیوټن په خپل کتاب The Mathematical Principles of natural philosophy کي داسې بیان کړي دي چي د جاذبې په څېر کومه قوه ضرور شتون لري، مګر دا کار څنګه کوي یا داسې په رښتیا سره ولې کېږي په دغه باندې دی نه پوهېده یا کوم نظر د ده سره نه وو.
تاسو فرض کړٸ چې موږ له کایناتو څخه هر یو فزیکي جسم یاني شهاب ثاقب، ستوري، سیارات، کهکشانونه او له کوچني څخه کوچني اجسام یانې د ګاز او د تیاره ذراتو اټوم هم وباسو یا کاینات بلکل خالي کړو په خلا کې به څه پاته شي؟

زه پوهیږم چي ستاسو جواب به وي هیڅ هم نه. یوازي به یو خالي ځای پاته وي. دا جواب په ظاهره سم دی مګر په بشپړه سم نه دی، ځکه چي خالي فضا لا خالي نه وي. دا خلا د سیده کاغذ په توګه ده، کوم چي کږول کېږي هم، یاني دغه د څپو په څېر ښورولای هم شي، هغه ته چي کازمیک فېبریک هم وايي. نیوټن ته خو دا معلومه وه چي د جاذبې په څېر قوه شتون لري، چي زموږ سپوږمۍ يې د یو نه ښکاره کېدونکي رسۍ باندې تړلې ده، چي تښتیدلو ته يې نه پریږدي. دا قوه نښکاري او نه يې څوک په اړه پوهېږي چي دا کار څنګه کوي. له دغه څخه ۱۰۰ کاله وروسته انشټاین د فضا/تشيال او وخت مفکوره راکړه او موږ ته یې وویل چي خلا موږ ته څرنګه ښکاري. په حقیقت کې داسي نه ده، بلکې دا د یو ټوکر په څېر ده کوم چې کږول يې ممکن دي. راځٸ چې دغه د یو مثال سره ووایو.
تاسو په خپل فکر کې د سنوکر یو مېز په نظر کې ونیسي او دا فکر وکړي چي دغه د سنوکر مېز زموږ او ستاسو فضا ده او پکې موجود ګینان ټول ستوري او سیارات وګڼٸ کوم چې په وهلو سره دا د مخ او شا په لور اسانۍ سره تلای شي، مګر څه وبه شي کله چي په دغه مېز باندې یو ډېر غټ جسم کېږدم، اوس د فضا او وخت مفکوره خو موږ ته دا وايي هر چېرې چې دغه غټ جسم کیښودل شي، هلته به فضا ژوروالی پیدا کړي، د مثال په توګه تاسو یو داسي ټوکر ته وګورٸ چي له څلورو خواوو سره د څلورو کسانو له لوري په زیات کش سره نیول شوی دی، نو که دلته دغه ټوکر کي تاسو یو غت ګین واچوٸ نو د هغه شاوخوا ساحه کې به ژوروالی پیدا شي خو یوې خبري ته مو پام وي دا ګین که هر څومره غټ او دروند وي دا ژوروالی به هغومره زیات وي. دا اغېزه کوم چي د دغه دروند جسم په واسطه سره پیدا شوې ده او تر کومه ځایه چي د دغه جسم په واسطه ساحه ژوره شوې ده، دا د دغه د جسم د جاذبې قوه ده. که په دغه ساحه کې تاسو کوچني ګینان هم ورسره واچوٸ نو د جاذبې له امله به دوى د هغه غټ ګین په شاوخوا وڅرخېږي. دا بلکل داسې دی لکه د ځمکې د غټ جسامت له امله د ده د جاذبې قوه تر سپوږمۍ پورې ده او د لمرتر نهمې سيارې پورې.

کله چي دوه یو ډول کتله لرونکي او جسامت والا اجسام یو بل سره مخامخ شي نو دوى دواړه یو بل د خپل جاذبې قوې له امله جذبوي، مګر ورسره په فضا او وخت کې مزاحمت او یو داسې څپې هم پیدا کوي، چي د جاذبې څپې په نوم یادیږي. دا بلکل د سمندر د څپو په څېر څپې وي لکه یوه سمندري کښتۍ چې په سمندر کې یو څه پټه وي او مزاحمت په رامنځته کولو سره حرکت داره وي او مخته روان وي، خو تر څنګ شاته څپې هم رامنځته کوي. جاذبه هم بلکل دغه ډول کار کوي، لکه په ۲۰۱۵م کې لومړي ځل لپاره ligo یانې لېزر انټر فېرینس ګرېویټېشنل وېوس اوبزر وېټري کشف کړ، مګر ایا تاسو باور کوٸ چي په قرآنکریم کې دغه څیز ۱۴۰۰ کاله مخکي بیان شوی دی.
په صورت النبیاء ايت نمبر ۳۳ کي الله(ج) فرمایلي:

“وهو الّذي خلق اللّیل والنّهار والشّمس والقمر کلٌّ في فلکٍ یسبحون”
ژباړه: او هماغه الله دی چې شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ يې پیدا کړل، هر یو د دغو سیارو څخه په یو (بېل بېل)مدار حرکت کوي، ګرځي.
دا عربي یسبحون لفظ نه یوازي په کاینات کي موجود د هر جسم مداري حرکت بیانوي، بلکې دا هم راته وايي چي زموږ د دغه ټوله کاینات طبیعت او خوی او خاصیت څه دی. دا کار څنګه کوي او ناسا نن ورځ موږ ته وايي چي دغه ټوله اجسام په خلا کي داسې روان دي لکه یوه کښتۍ چي په سمندر کي روانه وي کوم چي یو ځل بیا موږ ته وايي چي قرآن د هغه خالق کتاب دی کوم چي د ځمکي او آسمان پیدا کوونکی دی او د خپل دغه جوړښت په اړه ټول او هر ډول معلومات لري.
ايا اوس هم یو شک پاته کېږي چي دا د هم هغه خالق کلام دی کوم چي موږ ته په وار وار سره په دغه کاینات کي فکر کولو په اړه دعوت کوي. دا په دغه خاطر چي موږ دده نښو نښانو ته وګورو او د دې شتون احساس کړو او دنیا ته خپل د راتلو د مقصد په اړه پوه شو.
ماخذ: hasi TV YouTube channel

جلیل احمد ارمان
۲۰۲۰/۴/۱